د لاسرسي ځای

تازه خبر

په خوست کې د غونډو لپاره ځانته ودانۍ جوړیږي


د چارشنبې په ورځ د خوست د اداري کمپلیکس په سیمه کې د غونډو او کنفرانسونو لپاره د یوې ودانۍ د جوړولو کار پیل شو، یاده وداني چې د ښار او کور جوړولو وزرات له پرمختیايي بودجې څخه د ۲۸ میلیونه افغانیو په لګښت جوړیږي، ودانیزې چارې به يې د یو کال په موده کې سرته ورسیږي.

خوست والي حکم خان حبیبي د کار د پیلیدو په ځای کې رسنیو ته وویل، چې د غونډو لپاره دا وداني په دوه پوړونو کې جوړیږي، چې په اول او دویم منزل کې به لوی، لوی تالارونه ولري.

نوموړي په خوست کې د کنفرانسونو د اساسي خونو شتون یوه مهمه اړتیا وبلله او زیاته يې کړه، چې پخوا په اداري کمپلیکس کې چې خواوشا څلوېښت ادارې په کې فعالیت کوي، د ملي او تاریخي ورځو د لمانځنې لپاره مناسب ځای نه وو.

حکم خان حبیبي وویل:

لاندې منزل کې به ۳۲۰ کسانو د ډوډۍ خوړلو تالار او په دویم منزل کې د څلور سوه کسانو لپاره د غونډو او کنفرانسونو تالار ولري.

((دغه ودانيپه دوو پوړونو کې جوړیږي چې په اول منزل کې به د (۳۲۰) کسانو لپاره د خوراک سالون او په دویم منزل کې به د غونډو او کنفرانسونو لپاره د (۴۰۰) کسانو په ظرفیت دویم سالون جوړ شي.))

خوست والي هیله وښوده چې د ښاري پراختیا وزارت په پاملرنه به په راتلونکې کې خوست ښار ته د اوبو رسونې پروژههم منظوره او عملي کارونه به یې پیل کړي.

ده له یاد وزارت څخه وغوښتل چې په یو شمېر نږدې ولسوالیو کې د رهایشي ښارګوټو د جوړولو له لارې د خوست ښار د ګڼه ګوڼې د کمولو او په ولسوالیو کې د سوداګریزو چارو پرمختیا ته هم توجه وکړي.

د خوست د ولایتي شورا ريیس عبدالولي واحدزي هم په خوست کې د بیارغونې له روان بهیر څخه خوښي څرګنده کړه.

ده وویل، په خوست کې په پرلپسې توګه د نویو پرمختیايي پروژو پیلېدل او د نورو بشپړیدنه د سالمې رهبرۍ، ښې همغږۍ او د ولسونو د پوره همکارۍ په مانا ده.

قومي مشر محمدقیوم خان د ځايي ادارې له چارواکو غوښتنه وکړه، چې د پروژو د تطبیق له څرنګوالي د دوامداره نظارت په خاطر دې منظم ټيمونه موظف کړي.

ده د ودانیزو شرکتونو په مسوولینو هم غږ وکړ، چې د پروژو په تطبیق کې له هېوادني احساسه کار واخلي او پروژې دې په ښه کیفیت پلي کوي.

د چارو کتونکی سپین روان نورزی وايي، په اوسنیو شرایطو کې چې امنیتي ګواښونه د پخوا په پرتله څه نا څه زیات شوي په امنیتي ساحو کې د غونډو او کنفرانسونو لپاره د خوندي ځایونو جوړول ګټور دي.

د ده په وینا د خوست ښار اداري کمپلیکس د هغو سیمو څخه ده، چې په امنیتي لحاظ تر یوه بریده خوندي ده او د دې ودانۍ په جوړلو سره به نور امنیتي ځواکونه اړ نه وي، چې د یوې غونډې لپاره د ښار یو شمېر سړکونه وتړي اوښاریان لدې اړخه ستونزې وګالي.

XS
SM
MD
LG