د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار: د شینوارو زده کوونکي په نوي ټکنالوژۍ سمبالېږي


د ننګرهار ولایتي ادارې د نازیانو او اچين ولسواليو د دوه ښوونځيو سره د شلو لپ ټاپ کمپيوټرونو مرسته وکړه. د يادو ولسواليو ځوانان خوشاله وو چې د ښوونځيو زده کوونکي په نوي ټکنالوژۍ سمباليږي.

د شینوارو د دوه ولسواليو لپاره د شلو لپ ټاپ کمپیوټرونو مرسته د ننګرهار د والي سلیم خان کندوزي په لاسونو د نازیانو او اچین ولسواليو د ځوانانو د شوراګانو مسوولینو ته وسپارل شوه چې پر لپ ټاپونو سربيره په کې د لمریزې بريښنا تختې، میزونه، چوکۍ او د انټرنيټ لپاره اسانتیاوې هم موجودې وې.

د مرستو د ورکړې پر مهال د ننګرهار والي سليم خان کندوزي خبريالانو ته وویل:

(( خوشاله یو چې زموږ هغه دوه ولسوالۍ چې په دې وروستيو کې جنګونو ځپلې وې او زموږ ځوانانو ته هلته هغه امکانات نه وو برابر چې د ننني عصر د ټکنالوژۍ سره بلد اوسې، نن موږ خوشاله يو چې د اچين او نازیانو ولسواليو د دوه ښوونځيو لپاره مکمل کمپيوټر لیبونه لرو، چې په دې کې به زموږ ورونه او خویندې هلته وکولای شي چې له کمپيوټر سره اشنايي پیدا کړي او د نننۍ عصر معلوماتو ته لاسرسی ولري.))

د يادو ولسواليو د ځوانانو د شوراګانو مسوولين خوشاله وو چې د ښوونځيو زده کوونکي يې په نوي ټکنالوژۍ سمباليږي، دوه تنو يې مشال راډيو سره په خبرو کې وويل:

(( اناګل شینوري يم، د ځوانانو د شورا مسوول، موږ ډير غریب ولسونه یوو، په دې حالاتو کې موږ نه شوو کولای چې هلته مو کورسونه ویلی وی، درسونه مو ویلی وی، اوس موږ ته کورته راورسېدل او دا موږ ته ډيره غټه زمینه برابره وه.
نوم مې انجینیر حضرت عمر دی د نازیانو ولسوالۍ د ځوانانو د شورا مسوول، واقعاً چې په نازیانو کې ډېر زیات مشکلات دي په ځانګړې توګه د معارف په برخه کې. دغه کمپيوټرونه چې موږ سره مرسته شوې،انشاالله چې دا به زموږ په زده کوونکو ډېر مثبت تاثیر ولري.))

د ننګرهار والي سليم خان کندوزي ژمنه وکړه چې په نیږدې راتلونکي کی به د سپين غر، دور بابا، غنی خيلو، کوټ، هسکې مېنې او بټي کوټ ولسواليو په ښوونځيو کې به کمپیوټر لپ پرانيزې او تر څنګ به يې زده کوونکو ته د انټرنيټ اسانیاوې هم برابروي.

XS
SM
MD
LG