د لاسرسي ځای

تازه خبر

په لوګر کې خصوصي ښوونځي پاملرنې ته اړتیا لري


د لوګر د خصوصي ښوونځیو مسوولین د افغان حکومت غواړي، چې د یاد سکټور د ودې، پرمختګ او اغېزمنتوب لپاره دوی سره هر اړخیزه همکاري وکړي.

دوی د ښوونځیو لپاره د مناسبو ځایونو نشتون همدارنګه د برښنا، درسي کتابونو او ځنو نورو برخو کې یو لړ ستونځې د خصوصي سکټور له مهمو ننګونو څخه بولي.

د محمدنسیم عباسي په نوم د لوګر د یو خصوصي ښوونځي مدیر مشال راډیو ته وايي، چې د دوی یوه ستونزه دا هم ده، چې د خصوصي ښوونځیو د ښوونکو تجربه او کاري موده د حکومت په چوکاټ کې په ماموریت کې نه محاسبه کیږي.

نوموړی زیاتوي:

((هغه ښوونکي چې دلته موږ سره کار کوي، په خصوصي سکټور کې د دوی کاري تجربه نه مني، د ودانیو لپاره ځانته ځایونه نلري، یو کال یو ځای وي او بل کال بل ځای ته کډه کوي، په لوګر کې د برښنا د نشتون ستونزه هم موجوده ده.))

د احسان الله په نوم د لوګر د یو خصوصي ښوونځي یو تن زده کوونکی د دوی لوستونه ښه بولي او زیاتوي، چې په ټولو درسي ساعتونو کې يې ښوونکي منظمه حاضري ورکوي.

احسان الله وړاندې وايي:

((نسبت حکومتي ښوونځیو ته خصوصي مکاتبو کې ښه درسونه موجود دي، تجربه کار ښوونکي لري او ښه درسونه ورکوي او شاګردان هم کولای شي په ښه ډول خپل درسونه پرمخ بوځي.))

د لوګر د پوهنې ریاست ویاند محمدشاپور عرب هم د خصوصي ښوونځیو فعالیت اغېرمن بولي او وايي، چې پدې برخه کې درې زره زده کوونکو ته د زده کړو نسبتاً مناسب شرایط برابر شوي دي.

محمدشاپور عرب وايي:

((په لوګر کې د دوه انستیتونو په شمول ۱۱ خصوصي ښوونځي فعالیت لري چې۳۰۰۰ زده کوونکي په کې زده کړې کوي پدې ولایت کې د خصوصي ښوونځیو درسي بهیر ډېر ښه پر مخ روان دی، د پوهنې وزارت اړوند نصاب په کې تدرسیږي.))

د لوګر والي حلیم فدايي د خصوصي ښوونځیو د مسوولینو او زده کوونکو ستونځې او غوښتنې تر یوه بریده مني او زیاتوي چې ولایتي اداره د امکاناتو او د قانون په چوکاټ کې خصوصي سکټور سره لازمو همکاریو ته ژمنتیا لري.

د لوګر والي وايي، چې خصوصي ښوونځي باید د درسونو کیفیت لوړ کړي، تر څو د زده کوونکو د ډیریولو له لارې يې عواید لوړ شي او پدې توګه د ډېرو ستونځو د هوارولو جوګه شي.

د لوګر والي وړاندې وايي:

((په لوګر کې خصوصي ښوونځیو ته کاري فرصتونه کوم چې موږ پورې تړاو لري، هغه ورته برابروو، ډېره اړینه داده چې دوی باید خپلو ښوونځیو لپاره د عامه اړکو او بازار موندنې همدارنګه د خصوصي سکټور په برخه کې د اغېزمن مدیریت په برخه کې لا غښتلي کړي، تر څو له یوې خوا دوی ډېر زده کوونکي راجلب کړي او هم باکیفیته زده کړې دوی ته وړاندې کړي.))

کتونکي وايي، چې په خصوصي ښوونځیو کې د افغاني ښوونیز نصاب پر ځای پردیو نصابونو ته ډېره پاملرنه کیږي، چې دا کار د زده کوونکو په مستقبل د نورو منفي اغېزو تر څنګ د لوړو زده کړو لپار د کانکور په ازموینو کې هم ستونځې ایجادوي او د خصوصي ښوونځیو فارغان نشي کولای چې په ډېره اندازه پوهنتونونو ته لاره پیدا کړي.

XS
SM
MD
LG