په کابل کې د ملي دفاع وزارت ته نېږدې په وروستیو غبرګو چاودنو کې د یو شمېر زخمیانو روغتیايي وضعیت نازک دی او له دې امله ښايي د مړو شمېر زیات شي.
د عامې روغتیا وزارت د نړیوالو اړیکو مشر وحید مجروح د سېشنبې په ورځ مشال راډیو ته وویل چې په دې پېښه کې د وژل شویو شمېر ۴۱ ته لوړ شوی او ۱۱۰ تنه زخمیان دي.
وحید مجروح زیاته کړه:
"یو شمېر ټپیان چې په مختلفو روغتونونو کې بستر دي، متأسفانه د دوی روغتیايي وضعیت د اندېښنې وړ دی خو زموږ مسؤلیت دا دی چې ټول هغه امکانات چې لرو کار ورڅخه واخلو او خپله هڅه وکړو چې د خپلو زخمي وطنوالو ژوند وژغورو."
وحید مجروح ونهویل چې د څومره زخمیانو وضعیت د اندېښنې وړ دی.
د افغانستان ملي دفاع وزارت ویلي وو چې دې وزارت ته مخامخ په غبرګو چاودنو کې ۳۵ تنه وژل شوي دي.
د ملي دفاع وزارت ته څېرمه په حملو کې د ملي پولیسو یو زخمي محمد داود روېټرز خبري اژانس ته وايي:
"موږ د وسلهوالو طالبانو له داسې بزدلانه حملو هېڅ ویره نهلرو. موږ به د خپلې وینې تر اخري څاڅکي د هغوی پرضد جنګېږو."
په کابل کې د سېشنبې په شپه هم په وسلهواله حمله کې لږ تر لږه شپږ تنه زخمیان شوي دي.
دا حمله د "CARE International " یا د پاملرنې نړیوال خیریه سازمان پر ودانۍ وشوه چې ۱۱ ساعتهیې دوام وکړ.
د پاملرنې نړیوال سازمان مشال راډیو ته په استولې خبرپاڼه کې ویلي چې په دې اړه څېړنې کوي چې د حملې اصلي هدف څوک وو، خو دا وسلهواله حملهیې په شدت غندلې ده.
په خبرپاڼه کې د دې سازمان د مشر ولفګنګ جامن په حواله راغلي:
"د سې شنبې د شپې حمله هغه تشدد څرګندوي چې ملکي افغانان هره ورځ ورسره مخامخ دي او بشري مرستو ته شدیده اړتیا لري."
د ملګرو ملتونو سازمان وايي چې څه باندې ۵۰۰۰ ملکي افغانان د روان میلادي کال په لومړیو شپږو میاشتو کې وژل شوي یا زخمیان شوي دي.
پهدې هېواد کې لږ تر لږه اته میلیونه وګړي ډېرو بنیادي بشري مرستو ته اړتیا لري، له کورونو بېځايه شوي او قحطۍ ځپلي دي.
د پاملرنې نړیواله اداره وايي چې په افغانستان کې روان تشدد د بشري مرستو نړیوالې ادارې له ستونزو سره مخامخ کړې دي.
د دې سازمان مشر ټینګار کړی چې د حملو پر مهال باید د پوځي عملیاتو او بشري مرستو د پروګرامونو تر منځ غوڅ توپير وشي.
د بخښنې نړیوال سازمان په کابل کې د وروستیو حملو په اړه په یوې اعلامیه کې ویلي چې په دې اړه باید خپلواکې څېړنې وشي چې په کابل کې د وروستۍ حملې هدف د پاملرنې نړیوال سازمان و او که نه.
د بخښنې نړیوالې ادارې ویلي چې په عمدي ډول پر مرستندویه ادارو او ملکي وګړو حملې جنګي جنایت دی.
په دې سازمان کې د افغانستان د چارو څېړونکې حوریې مصدق پر ملکي اهدافو د وسلهوالو طالبانو د حملو زیاتېدو له امله اندېښنه څرګنده کړه.
حوریه مصدق وايي:
"هره حمله چې پر ملکي خلکو او سیمو کېږي جنګي جنایت دی. د دې حملو عاملین که هر څوک وي، باید د نړیوالو قوانینو پر اساس، محاکمه شي. د دې لپاره باید د افغانستان دولت بې پرې څېړنې وکړي او پایلې یې باید له نړیوالو ادارو سره شریکې کړي. که چېرې یو حکومت داسې کسان نه شي مجازات کولای، هغوی باید نړیوالو محاکمو ته وسپارل شي."
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي پر ټویټر پاڼه په یوه پیغام کې لیکلي چې نړیوال باید وسلهوال طالبان د یوه ترهګري سازمان په توګه وپېژني.
د رپوټونو پر اساس، کابل کې وروستۍ حملې د وسلهوالو طالبانو د هغو عملیاتو یوه برخه ده چې د دوبي له پېل سرهیې پلان کړې وې.
د جنوبي اسیا سیاسي چارو څارونکی بارنت روبین وايي چې د امنیت د خرابېدو یو دلیل له دې هېواده د زیاتو نړیوالو ځواکونو وتل دي ځکه د هغه په وینا، له دې امله کابل ته د تللو لارو د څارنې، د استخباراتي معلوماتو د راغونډولو او تبادلې سیسټمونه کمزوري شوي دي.
بارنټ روبین زیاته کړه:
"زما په باور یوه مسئله چې زیات فکر نهدی ورته شوی دا ده چې د حملو د کشف زیات وسایل او استخباراتي امکانات ایستل شوي دي. که په کابل کې وروستیو درېیو حملو ته وګورو، زه فکر کوم چې که امریکايي ځواکونه او د امریکا استخباراتي اداره [سي، ای، اې] هلته وای او هغه د څارنې مرکزونه چې کابل ته تللې لارې او د معلوماتو د تبادلې سیسټمونه یې څارلي وای، ښايي د چاودیدونکو موادو موټر د ښار مرکز ته تر رسېدو مخکې نیول شوی وای."
په مصر کې د الازهر پوهنتون او اسلامي مرکز یوه اعلامیه خپره کړې اود افغانستان د ملي دفاع وزارت په وړاندې وروستۍ حملې یې غندلې دي.
په خبر پاڼه کې راغلي:
"د افغانستان د ملي دفاع وزارت په وړاندې حملې د زغم او ترحم په اړه د اسلام دین له وینا سره مخالف کار دی. داسې ترورېستي حملې د ټولو اسماني دینونو له لوري د زغم او درناوي په اړه له لارښوونو سره مخالفت لري."
د چین او ایران حکومتونو هم په کابل کې وروستۍ ترورېستي حملې غندلې دي.