ویل کېږي چې په وژل شویو کسانو کې لږ تر لږه دوه لوړ پوړي افغان امنیتي او دفاعي چارواکي شامل دي.
د راپورونو له مخې د دفاع وزارت ته څېرمه د دوو بریدونو په قربانیانو کې د دفاع وزارت د ملاتړ د لوا مرستیال جنرال عبدالرزاق پنجشیري، د ولسمشر د ځانګړو ساتونکو د قومندانۍ مرستیال زمان احمدزی، د ملي امنیت د ښاري ریاست مدیر مولانا محمد صادق، د پولیسو د دویمې امنیتې حوزې امر سید زمان حسیني او د همدې حوزې مرستیال احمد سالنګي شامل دي.
د دفاع وزارت مرستیال ویاند محمد رادمنش مشال راډیو ته وویل، جنرال رزاق لومړی ټپي شوی او روغتون کې یې ساه ورکړه.
"له بده مرغه زموږ ډېر هېوادوال ټپیان او شهیدان شول چې په منځ کې یې جنرال عبدالرزاق هم ټپي شو. په تأسف سره چې څلورسوه بستریز روغتون په انتقال سره یې ساه ورکړه او شهید شو."
افغان حکومت تېره ماښام د کابینې په غونډه کې د کابل وروستۍ حملې په سختو ټکو وغندلې.
د ولسمشر غني په مشرۍ په دې غونډه کې د کورنیو چارو وزارت او ملي امنیت ته دنده وسپارل شوه چې د دې بریدونو تر شا لاس لرونکې پیدا او عدالت پرې پلي کړي.
په راپورونو کې د دې دوو چاودنو په ترڅ کې د وژل شویو کسانو شمېر ۳۰ تنه او د ټپیانو تر ۹۱ تنو زیات ښودل شوی دی.
امنیتي چارواکي وايي، دوی لاهم د تلفاتو د دقیقو شمېر پر راټولولو بوخت دی.
تمه کېږي چې نن(سېشنبه) به په کابل کې د امنیتي ادارو ویندویان د کابل د وروستیو بریدونو په اړه خپل راټول کړي معلومات له خبریالانو سره شریک کړي.
وسلهوالو طالبانو د دې خونړیو بریدونو مسؤلیت پر غاړه اخېستی.
ویل کېږي چې لومړنی برید د دوشنبې په ورځ ماسپښین درې نیمې بجې وشو.
ورپسې دویم ځان وژونکي چې نظامي یونیفورم یې پر تن و، خلک او چارواکي مرستې ته ور وغوښتل چې دویمه چاودنه د لومړنۍ چاودنې د قربانیانو سره د مرستې لپاره د راټولو شویو خلکو په ګڼه ګوڼه کې وشوه او تر ټولو ډېره مرګ ژوبله هم همدې چاودنې اړولې.
په افغانستان کې د ناټو د قاطع ملاتړ ماموریت لهخوا هم د کابل بریدونه غندل شوي دي.
کابل کې د ناټو عمومي قومندان جنرال جان نیکولسن په یو بیان کې ویلي، دا طالبانو دا بریدونه د دې څرګندوی دي چې دوی د افغانانو او هغو کسانو ژوند ته چې د افغانستان د خلکو د دفاع ژمنه یې کړې سپکاوي ته دوام ورکوي.
د جنرال نیکولسن په وینا د ناټو د قاطع ملاتړ ماموریت په افغانستان کې د سولې او ثبات ډ تینګښت په برخه کې د افغان دولت د هڅو سره خپلې همکارۍ ته دوام ورکوي.