د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار: قومي مشران له دولته د ولس حق غواړي


د ننګرهار د بېلابېلو قومونو مشرانو په جلال اباد ښار کې د يوې غونډې په ترڅ کې د ننګرهار پر وضعیت او د خپلو حقونو د غوښتو په خاطر د دوشنبې په ورځ یوه غونډه تر سره کړه او په حکومت يې غږ وکړ چې که روا حقونو تهیې غاړه کينږدي، دوی به له نظام سره پریکون اعلان کړي.

دغه غونډه د افغانستان په ولسي جرګه کې د ننګرهار د خلکو استازي فریدون خان مومند رابللې وه چې په ننګرهار کې د مېشتو بېلابېلو قومونو او د مدني ټولنو په سلګونو استازو په کې ګډون کړی و.

فریدون خان مومند مشال راډيو سره په خبرو کې وویل، که حکومت د دوی روا غوښتنې ونه مني، په ننګرهار کې مېشت قومونه به له موجوده نظام سره پریکون اعلان کړي.
(( زموږ غونډه خو په دې ارتباط ده، دا خبرې چې اوس روانې دي او مشران يې کوي، د دوی مقصد دا دی چې موږ به قاطع او اخرنی تصمیم نیسو چې او په هغې کې به موږ له خپلو مشرانو او دولتي مسوولینو نه خپل حقوق غواړو، حکومت به د خپل مسوولیت له مخې یا زموږ حقوق راکوي او که نه يې راکوي، نو موږ به د دولت او نظام سره بایکاټ کوو.))

قومي مشر او مدني فعال محمد انور سلطاني په خپلو خبرو کې وویل چې د حکومت د غلط سیاست له امله ولس دوه سپيږمو ته راغلی دی.

(( داعش هم په غلط سیاست باندې همدې حکومت راوستی چې نن زما او ستا د خویندو او میندو زړوکي په خپله اوږه اچوي او امریکا هم همدې حکومت راوستې او نظام هم همدې حکومت تجزیه کړی دی. دوه خدایان هم چيرته وي، نن زموږ په نظام کې دوه خدایان دي، څوک يې ښکته کش کوي او څوک يې پورته کش کوي.))

د مومندو د يوې قومې شورا مشر حاجی جهازیب وویل، د تورخم د دروازې په جوړیدو مالي او ځاني زیانونه واوښتل، خو په جوړیدو يې حکومت لاس تر زنې کيناست.

(( تاسو د تورخم ډرامه ولیدله چې څومره عسکر پرې مړه شول، څومره تجارانو ته تاوان ورسيدو، موږ په دې پوه نه شو چې دا مخالفت دې څنګه کوو او دا جوړه دې څنګه کړه؟ د دغه والي نه چا دا پوښتنه ونه کړه، هغه بره نظام خو يې پر ځای پريږده.))

د نازیانو ولسوالۍ يو تن قومي مشر حاجی سهیل خان وويل، په کلي کې د داعش له ظلمونو او په ښار کې د حکومت له ظلمونو نور تنګ شوي دي.

(( زه په نازیان کې د داعش په خلاف جنګيږم، له کورونو يې را ایستلي یو، خو غنی ولسوالۍ کې ما امریکایان او حکومت نیسې، له ښځې نه مې رابېلوي، لاس مې شا ته تړي او په سر باندې مې هغه خړه بوجۍ را اچوي، دویمه خبره دا ده چې موجوده نظام له موږ څخه وسله واخیسته، موږ يې ختم کړو او د بل تابع يې وګرځولو.))

په غونډه کې پريکړه وشوه چې د ننګرهار د ټولو ولسواليو په کچه به له قومي مشرانو څخه څلور، څلور تنه او د مدني فعالانو څخه د دوه دوه تنو يوه شورا جوړوي، ولایتي شورا به هم به هم له ځانه سره مله کوي او بیا به په ګډه د ملي وحدت حکومت ته خپلې غوښتنې مخته ږدي او که غوښتنې يې ونه منل شوې، له نظام سره به پریکون اعلانوي.

XS
SM
MD
LG