يوه چارواکي د نوم نه څرګندولو په شرط نن( شنبه) مشال راډيو ته وويل چې نښته د ټانک او لکي مرت په منځ کې پرته سيمه تور کاړ کې هغه وخت وشوه کله چې امنيتي ځواکونو د طالبانو قومندان اسد بېټڼي پر ځای چاپه ووهله.
پردې موقع نښته وشوه چې تر دوه ساعتونو يې دوام وکړ. دغه چارواکی زياتوي، په نښته کې يو طالب ووژل شو او دوه ټپيان شول.
نوموړي د يوه عسکر د زخمي کېدو تصديق هم وکړ. خو د اسد بېټڼي مسول طوفان بېټڼي نن له مشال راډيو سره په خبرو کې و منله چېيو ملګری يې وژل شوی خو دعوه يې وکړه چې په نښته کې يو عسکر هم وژل شوی دی.
پوره رپورټ په لاندې غږ کې اورېدای شئ.
-
سېلاب مسود
سېلاب مسود د مشال راډیو خبریال دی چې د جنوبي وزیرستان، ډېره اسماعیل خان، ټانک او ورسره تړلو سیمو په اړه خبریالي کوي.