د لاسرسي ځای

تازه خبر

کورمه: له ممکنه زهرجنو خوړو ۴۰ ماشومان ناروغه


د کورمې په یوه مدرسه کې له ممکنه زهرجنو خوړو شاوخوا څلوېښت ماشومان زده کونکي ناروغه شوي دي.

دا پېښه د زیارت په شپه د ابن مسعود په نامه د بادامۍ په یوه شخصي مدرسه کې رامنځ ته شوې ده.

د مدرسې مشر او مهتمم محمد مصطفا مشال راډيو ته وویل، په مدرسه کې د شپې ډوډۍ خوړلو وروسته د څلوېښتو ماشومان زده کونکو روغتیایی حالت سخت خراب شوی دی.

د ده په خبره، د مدرسې طالبان د سیمې له بېلابېلو کورونو ډوډۍ او نور خواړه راټولوي چې له خوړولو سره یې هغوی ناروغه شوي دي.

د صدې هیډ کواټر روغییایي چارواکي غریب ګل مشال ریډيو ته وویل، څلویښت ماشومان په داسې حالت کې وروړل شوي دي چې باکۍ او دست ورباندې لګېدلی وو او اوس یې درملنه روانه ده.

غریب ګل وایی، دغه ماشومان چې په ډوډې کې یې زهرجن شیان خوړلي دي، د دریوو روغتیایی حالت یې ښه نه دی.

د منځني کورمې په بادامه کې د ابن مسعود په نامه دغه مدرسه چې په کې زیاتره ماشومان زده کونکی د پاړه چمکنی، علیشېرزو، مسوزو او زهمشت دي، یوه لویه او مشهوره مدرسه ګڼل کېږي.

د منځني کورمې تحصیلدار امبرس خان مشال ریډيو ته وویل، په مدرسه کې کمه ډوډې چې ماشومانو ته ورکړې شوېده، هغه یې د ازموینې لپاره اخیستل شوې ده او زیاتوي چې پولټیکل انتظامیه به د هغو کسانو پر ضد کاروایي کوي، چې په دې کې یې ناغېړي یا غفلت کړی دی.

واضحه دې وي چې یوه اونې وړاندې د بره کورمې په پيواړ کې د ممکنه غیر معیاری پاپړو له خوړلو د یوه شخصی سکول دېرش ماشومان زده کونکي بې هوښه شوي ول.

  • انځور سایز

    طارق اورکزی

    طارق اورکزی د مشال راډیو خبریال دی چې عموماً د کورمې په اړه رپورټونه جوړوي، خو کله نا کله د اورکزیو، هنګو، ټل او نورو شاوخوا سیمو خبرونه هم ورکوي. 

XS
SM
MD
LG