د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خوست ښار یو سړک نوی جوړ شو، دویم سړک ورغول شو


د خوست ښار یاد سړکونه چې دوه برخې يې درلودې، یو يې د خوست-ګردیز د عمومي سړک څخه تر حلقوي سړک پورې وو، چې نوی او په اساسي توګه جوړ شو او دویم هم د حلقوي سړک په امتداد کې تر درش کلي پورې غځیدلی یونیم کیلومتره سړک وو، چې په اساسي توګه د ښاروالۍ له بودجې څخه ورغول شو، پدې دواړو سړکونو ۲۲ میلیونه افغانۍ لګښت شوی دی.

د یاد سړک د پرانیستې په مراسمو کې خوست والي حکم خان حبیبي مشال راډیو سره په خبرو کې هیله څرګنده کړه، چې د دې سړکونو په اساسي رغولو سره به نه یوازې ښاریانو په تګ او راتګ کې اسانتیاوې رامنځته شي، بلکې ورسره به د ښار په ټرافیکي ګڼه ګوڼه کې هم لږوالۍ راشي.

خوست والي زیاتوي:

((د دې سړکونو په جوړیدو سره زه مطمین یم چې درنو ښاریانو ته به د دوی د تګ او راتګ اړین سهولتونه مساعد شي، په ښار کې د ټرافیکو د بیروبار په کمیدو کې اساسي رول ولوبوي، انشاالله امیدواره یم چې یوه ورځ د خوست درنو ښاریانو ته هغسې اساسي خدمات څرنګه چې ایجاب کوي دوی ته عرضه شي.))

خوست والي د نویو پروژو د کاري کیفیت په اړه هم ډاډ څرګند کړ او زیاته يې کړه، چې د ځايي ادارې او ولایتي شورا لخوا د ټولو پلي کیدونکو پروژو کار له نږدې څارل کیږي او نیمګړتیاوې يې ودانیز شرکت ته په ګوته کوي.

قومي مشر حاجي رسول محمدخان وايي چې د خوست ښار پخواني سړکونه باید ورغول شي او په ځنو ځایونو کې باید د نویو سړکونو جوړولو ته هم پاملرنه وشي.

حاجي رسول محمدخان وړاندې وايي:

((ښه نتیجه يې ورکړې ده او موږ د دې کار نه رضایت لرو، خدای دې وکړي چې دا سړکونه ټول ترمیم شي، او نویو سړکونو ته چې ضرورت دی هغې لپاره هم لارې چارې ولټوي، نو د دې سړکونو رغونه بیخي ښه کار دی او موږ پدې برخه کې د ادارې سره بیخي همکار یو.))

خوست ښاروال انجینر عبدالبصیر وايي چې په خوست ښار کې يې په مختلفو برخو کې د ۲۵۱ میلیونه افغانیو په لګښت بیلابیلې پروژې پیل کړي او روان لمریز کال تر پایه به يې کارونه بشپړ شي.

انجینر عبدالبصیر زیاته کړه:

((د خوست ښاروالۍ په چوکاټ کې ۱۴ پروژې چې په هغه کې سړکونه، لښتي، پلونه، پلچکونه، د باراني اوبو لپاره کانالونه د ښاروالۍ په چوکاټ کې د ښاروالۍ په بودجه شروع شوي وو، خوشبختانه موږ يې یوه پروژه چې دوه برخې لري، په منځ کې حلقوي او د خوست-ګردیز عمومي سړکونو سره وصلوي، دویم سړک د والي صیب له کوره د درش کلي پورې سړک وو، دا چې دواړه برخې تکمیل شوي دي.))

د یادونې وړ ده، د خوست ښار سړکونه چې په وروستۍ یوه نیمه لسیزه کې پاخه شوي، ډیری يې د وخت به تېریدو زیانمن شوي دي، که څه هم په روان کال کې د ښاروالۍ ریاست لخوا د یو شمېر سړکونو په رغولو کارونه پیل شوي، خو لا هم د ښار ډېر سړکونه خراب دي، چې د زیانمن شویو سړکونو له لاسه د ښار فضاء ګردجنه شوې او ګاډو ته هم په تګ راتګ کې ستونځې جوړې شوې دي.

XS
SM
MD
LG