د لاسرسي ځای

تازه خبر

"د متحده قامي مومنټ ګوند په اړه د امريکايي بيان هرکلی کوو."


فاروق ستار
فاروق ستار

متحده قامي مومنټ ګوند کراچۍ کې د عملياتو په اړه د امريکايي بيان هر کلی کړی دی. د متحده قامي مومنټ مشر فاروق ستار نن د ګل په ورځ مشال رېډيو ته وويل چې د دوی پرضد روانې کاروايانې د قانون پرضد دي او امريکې پشمول ټول ملګرو هېوادونو ته وايي چې که چرته زياتی کېږي بايد د هغې پرضد اواز پورته کړي.

د امريکې د بهرنيوو چارو وزارت پرون په خپل يو بيان کې ويلي چې په کراچۍ کې د سياسي ګوند متحده قامي مومنټ پرضد روانو عملياتو کې دې حکومت د قانون خيال وساتي. په بيان کې زياته شوي چې په کراچۍ کې د امن قايمولو لپاره د حکومتي ګامونو مرسته کوي خو دا هر څه بايد د قانون په دايره کې ترسره شي.

کراچۍ کې د اېم کيو اېم ګوند ډاکټرفاروق ستار د ګل په ورځ مشال رېډيو ته وويل چې دوی د امريکې سره نېغ په نېغه کومه رابطه نه ده کړې.

هغه زياته کړه: ((ښکاره خبره ده چې زموږ د دوست هيوادونو سفيرانو سره ملاقاتونه کيږي خو تر کومه پورې چې د امريکې خبره ده نو زموږ يوازې همدومره اړيکه ده ورسره چې هغوی دغه بيان ورکړی. په پاکستان کې د امن پرځای کولو لپاره بايد ملګري هېوادونه مرسته وکړي. که په کراچۍ کې متحده قامي مومنټ سنجيده ګوند دی خو سنجيده نه اخيستل کيږي نو بيا خو بايد دوست هيوادونه خبره وکړي. امريکا پخپله هم په ټولو حالاتو نظر ساتي. مونږ دا وايو چې که يو تن د پاکستان د سلامتيا پرضد خبرې کوي نو د هغې سزا ټول ګوند ته ولې ورکول کېږي. دا خو داسې ده لکه بدل چې اخستل کېږي، دا کله هم د آيين او قانون سره سم عمل نه دی.))

د امريکې د بهرنيوو چارو وزارت له خوا جاري شوي بيام کې د متحده قامي مومنټ د مظاهرو په اړه ويل شوي چې احتجاج د هر چا حق دی خو دا بايد په سوله ييز شکل وشي.

دا بيان په داسې حال کې مخې ته راغلی چې په کراچۍ ښار کې د اېم کيو اېم دفترونه تړل شوي، مشران يې د پوليسو په ولکه کې دي او يو شمېر غړو يې د ګوند پرېښودو اعلان کړی دی.

د اګست پر دوه ويشتمه په کراچۍ کې د ټي وي چېنلو په دفترونو حملې شوې وې چې پکې يو تن وژل شوی وو او د دې وروستو امنيتي ادارو د متحده قامي مومنټ يو شمېر زنانه او نارينه غړي نيولي وو. فاروق ستار هم د ځينو نورو مشرانو غړو سره نيول شوی وو. هغه تر خوشي کېدو وروسته په لندن کې مېشت د ګوند مشر، الطاف حسېن څخه د لاتعلقۍ اعلان وکړ.

د موجوده اېم کيو اېم او د هغوی د فېصلو په اړه ډاکټر فاروق ستار وويل چې اوس دوی ټولې فېصلې په خپله کوي او هغه خبرونه يې رد کړل چې په لندن کې د رابطه کمېټۍ د غړو سره په فېصلو کې کومه مشوره کيږي.

XS
SM
MD
LG