د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خيبر ايجنسۍ خلک د بيارغونې پيسې غواړي


د خيبر ایجنسۍ باړې هغه خلک چې په دې وروستيو کې د کډوالۍ له ژونده بيرته خپلو سيمو ته ستانه شوي، وايي حکومت ورسره د مالي مرستې کړې وعدې نه دي پوره کړي. دوی وايي په پوځي عملياتو او جګړو کې يې کورونه، ښوونځي او هسپتالونه وران شوي چې بيارغونې ته يې سخت ضرورت دی.

د قبايلي سيمو د بیا رغونې او بيا بحالۍ اداره وايي چې د خیبر ایجنسۍ د باړې او تیرا میدان په ځیني برخو کې د پوځي عملیاتو په وخت د ورانو شوو کورونو د بیا رغولو سروی بشپړه شوې او اغېزمن شوو خلکو ته د پیسو د ورکړې مرحله پيل شوې ده. د دې ادرې په خبره خوا او شا دري زره کسانو ته يې د دې پيسو اخيستلو پرچې ويشلي دي.

خو د باړې خلک وايي چې د دې پرچو ډير وخت شوی خو لا هم ورته حکومت د کورونو د بيا جوړولو لپاره د دوی لپاره اعلان شوې پيسې نه دي ورکړي.

مونږ له امدادي ادارو او سرکاري ادارو څخه نه یو مطمین. هله به مطمین شو چې څه مالي مرستې راسره وکړي.

د باړې يو بې کوره شوی تن، اسلم خان چې څه موده مخکې خپلې سيمې ته ستون شوی، وايي چې حکومت بايد پع خپلو وعدو عمل وکړي.

هغه نن مشال ريډيو سره خبرو کې وويل: ((کورونه مو په جګړو کې وران شول. موږ ډير وخت بهر په کرايي کورونو کې تېر کړل. حکومت د خپلو ځايونو د جوړولو په خاطر د پيسو اخيستو لپاره پرچې راکړي خو پیسې لا هم نه دې راکړل شوي. هيڅ سهولتونه نه لرو. ډيرو شيانو ته ضرورت لرو.))

که څه هم چارواکي د بيا بحالۍ وعدې کوي او وايي چې د باړې خلکو سره به د تعليمي او روغتيايي ادارو جوړولو کې مرسته کوي خو ځايي خلک وايي دا يو کار هم نه دی شوی.

د اکا خیلو نیک مرخان اپریدي مشال ريډيو ته وویل: ((مونږ له امدادي ادارو او سرکاري ادارو څخه نه یو مطمین. هله به مطمین شو چې څه مالي مرستې راسره وکړي. کله یوه نیټه راکوي او کله بله خو تر اوسه یې د مالي مرستو وعدې نه دي عملي کړي.))

بلخوا د چارواکي له خلکو د صبر کولو غوښتنه کوي. د قبايل سيمو د قدرتي آفټونو د نظم ادارې یو چارواکي عادل ظهور نن مشال ريډيو ته وويل چې د پيسو په ورکړه ځنډ د سروی د بيا ارزونې له وجې شوی دی. هغه زياته کړه: ((په بشپړ ډول وران شوي کور خاوند ته څلور لکه او نيم وران شوي کور مالک ته يو لک شپيته زره روپۍ ورکوو. کوشش مو دا دی چې پيسې په سمه طريقه ولګوو نو ځکه بيا د سروی کتنه کيږي چې هسې نه کومه غلطي پکې شوي وي.))

XS
SM
MD
LG