د لاسرسي ځای

تازه خبر

ټرمپ امريکا د نفرت په لور بوځي: کلنټن


د امریکا ولسمشریزو ټاکنو کاندیدې هېلري کلنټن د خپل مخالف سیال ډونلډ ټرمپ کمپاین په داسې ډول بیان کړی چې د هغې په خبره له امله به یې امریکا یو وار بیا د کرکېرویه خپله کړي.

بلخوا ډونلډ ټرمپ پر هېلري کلنټن د نسل پرستۍ تور لګولی دی.

د اګست په ۲۵ مه د امریکا په نېواډا ریاست کې د خبرو په وخت مېرمن کلنټن وویل چې ټرمپ په ریپبلکن ګوند کې دننه د بنیاد پرستۍ څرک په ډاګه کړ او وې ویل چې په دې کې هغه کسان شامل دي چې د سپین پوستو لوړ والې غواړي.

بلخوا ښاغلي ټرمپ د هېلري کلنټن تورونه په ردولو سره د مهاجرت په اړه د خپلې سختې تګلارې دفاع کړېاو پر نوموړې یې د دروغو ویلوتور و لګاوه.

ډونلډ ټرمپ وویل چې کلنټن په درواغو وېلو سره باعزته کسان د نسل پرستو په توګه یادوي. هغه مېرمن کلنټن تورنه کړه چې د لږکیولپاره هیڅ کار نه کوي او یوازې د رایوتر لاسه کولو یوه ذریعه يېګڼي.

ډونلډ ټرمپ په خبرو کې داسې اشارې ورکړې چې ګواکې هیلري کلنتڼ فاونډېشن ته د پېسو او د هغې د شخصي بریښنا لیکونو سرورو په اړه له پوښتنو څخه پام بل لور تهاړول غواړي.

XS
SM
MD
LG