د لاسرسي ځای

تازه خبر

”اطلاعات او فرهنګ وزارت زموږ فرهنګ له منځه وړي“


د پکتيا محلي هنرمندان شکايت کوي، چې د اطلاعات او فرهنګ وزارت دوی په سپېره غولي پرې اېښي او د نورو ولايتونو په پرتله له دوی سره د مور او ميرې سلوک کوي.

په خبره يې د دوی زړه موسيقي يې له پامه غورځولې، د اطلاعات او فرهنګ ریاست په چوکاټ کې يې د دوی هغه پخواني تشکيلات له منځه وړي او ورځ تر بلې يې محلي موسيقي د له منځه تلو په حال کې ده، د اطلاعات او فرهنګ رياست د دروازې مخ ته ولاړ محافظ رحيم ګردېزی، چې پخوا د موسيقارانو د اتحاديې مشر او د موسيقۍ برخې مدير وو وايي:

”پکتيا ولايت د اطلاعات او فرهنګ رياست کې د محافظ په صفت دنده لرم، پخوا د موسيقۍ د اتحاديې مسول وم او دلته رياست کې مدير وم، د ولسواليو او د پکتيا مربوط ټول هنرمندان به مو راټولول او جلسې به مو سره کولې او پروګرامونو ته به تصاميم نيول، خو د حکومت له لوري زموږ هغه پخوانی تشکيل، چې دلته وو درې کاله کيږي لغوه شوی په وارونو وارونو موږ خپل غږ پورته کړی دی، خو چا مو غږ نه دی اورېدلی او نه يې توجه کړې ده، اوس هغه پخوانۍ ډلې نشته او نه موسيقي ته هغسې، چې لازمه ده کار کيږي“

يوازې دی نه دی، چې د تشکيلاتو له منځه تلو خبره او له وزارت څخه شکايت کوي، چې دوی ته يې پاملرنه څه، چې کمه شوې د محلي موسيقي د له منځه تلو مخه يې نه ده نېولې، د ده په څېر په پکتيا کې پخواني موسيقاران د اطلاعات او فرهنګ وزارت او رياست څخه ګيله من دي وايي، د خپل فرهنګ لپاره لازم کار او هڅه نه کوي:

”زه مقصود د پکتيا مرکز ګردېز اوسېدونکی او د ارموينې غږونکی يم، پخوا دلته زموږ يو مجهز دسته د اطلاعات اوفرهنګ په رياست کې وه، اوس هغه لغوه شوې ده ټول ملګري مو لرې شوي دي او انډيوالان مو نشته، پخوا به چې مرکز کابل او نورو ولايتونو کې ملي ورځې او جشنونه وو، نو موږ به ورغوښتل کېدو، مکتوبونه به راتلل، ښه پروګرامونه مو لرل حتی مشاعرو ته به هم ورغوښتل کېدو هلته به مو په مېلو او مشاعرو کې برخه اخيسته، خو اوس موږ دلته دوه کسه اطلاعات او فرهنګ رياست د محافظينو په صفت ساتلي يو او نور ټول يې رخصت کړي او تشکيل يې لغوه کړی دی “

دغه دواړه موسيقاران وايي، چې که څوک يې غږ واوري او په پکتيا کې د پخوا په څېر د موسيقي ګروپونه او ډلې د اطلاعات او فرهنګ په چوکاټ کې ولري دوی به خوشال او اصلې افغاني موسيقي ودې ته به له زړه کار وکړي، خو په مايوس انداز کې خپلې غوښتنې داسې مطرح کوي:

”غوښتنه خو مو دا ده، چې بېرته زموږ تشکيلات جوړ شي او زموږ پخوانۍ اصيله افغاني موسيقي فعاله شي او زموږ فرهنګ وده وکړي، د پخوا غوندې له ولسواليو موسيقياران راوغواړو ورسره کېنو، پروګرامونو ته لاړ شو او خپل فرهنګ ته کار وکړو، نوي شاګردان وروزو بايد خپل عنعنات او کلتور بايد ژوندی وساتو“

”موږ به څه وکړو، غږ مو کړی دی او هيله مو دغه ده، چې زموږ پخواني پروګرامونه زموږ لپاره جوړ شي، وزارت زموږ لپاره د دې په ځای چې کار وکړي ستونزې جوړوي او هيله مو دغه ده، چې د خپل وطن موسيقي د دې خاورې موسيقي او تاريخ ژوندی وساتو او د افغانستان موسيقي ته کار وکړو او ټول ملګري سره راټول او پروګرامونه جوړ کړو“

په پکتيا کې شته فرهنګي او مدني ټولنې د اطلاعات او فرهنګ وزارت په دې کار خوابدي دي، چې دوی په سيمه کې د فرهنګ ساتنې او زړو معتبرو فرهنګي ميراثونو ساتنې او کار پر ځای داسې اقدام کړی، چې محلي موسيقي او په خبره يې اصلي افغاني موسيقي يې د له منځه تلو حال ته رسولې، مدني فعال او شاعر محمد رفيق مهران وويل:

”د اطلاعات او فرهنګ وزارت او رياست همدا وظيفه لري، چې خپل فرهنګ وپالي او په هره برخه کې کار ورته وکړي، خو دوی د دې پر ځای، چې کار ورته وکړي برعکس کار کوي او دوی په پکتيا کې د موسيقي بخش ټول تشکيلات لغوه کړي دي“

نوموړی د محلي موسيقي له منځه تلو د اندېښنې څرګندولو ترڅنګ له وزارت څخه دې برخې ته د جدي پاملرنې غوښتنه کوي وايي، چې که دې برخې ته پاملرنه ونه شي وزارت او رياست به په لوی لاس فرهنګ له منځه وړی وي.

همدغه نظر په پکتيا کې يو بل مدني فعال شکور کامران هم لري وايي، اطلاعات او فرهنګ وزارت فرهنګ ته د کار پر ځای په دې ډول پرېکړو تاوان اړوي او په خبره يې موسيقي يوازينۍ لار پاتې ده، چې د افراطيت په مقابل کې ترې ګټه واخيستل شي:

”موږ له اطلاعات او فرهنګ وزارت څخه په دې برخه کې واقعاً خوابدي شوي يو؛ ځکه دغه وزارت دا مسوليت لري، چې فرهنګ ته وده ورکړي، نه دا، چې ويې وژني او بله خبره دا، چې د ځوانانو د راټولېدا او افراطيت پر ضد کارولو يوازينی شی، چې پاتې دی هغه همدا موسيقي ده، چې د افراطيت پرضد ګټه ترې واخيستل شي او بېرته د دې تشکيلاتو برحاله کېدل د ټولو پکتياوالو او فرهنګپالو غوښتنه او هيله ده“

محلي او په عامه اصطلاح اصلي افغاني موسيقي په پکتيا کې پخوا ډېره غوړېدلې او کار ورته شوی وو، چې په لرو پرتو سيمو کې به يې شپني بانډارانو او ډېر لوی او واړه پروګرامونه رنګين کړي وو، خو اوس په پکتيا کې د موسيقي بازار ټکنی څه، چې په ټپه ولاړ دی او د پکتيا اطلاعات او فرهنګ ريس شفا مشفق هم دا خبره مني، چې د وزارت د پرېکړې پر اساس د پکتيا موسيقي ته زيات تاوان اوښتی:

”خراب حالت کې داسې ده، چې پخوا موږ دلته تشکيل لاره پروګرامونه به مو جوړول او دغه موسيقاران به مو سره همغږي کول خو اوس متاسفانه، چې د دوی هغه تشکيل لغوه شوی دی، نو زموږ محلي موسيقي هم له دې تشکيل لغوه کېدو وروسته ټکنۍ شوې ده، موږ په پرلپسې ډول له وزارت څخه غوښتنې کړې دي او د دې تشکيل خبره مو ور ياده کړې ده، خو چا تر اوسه پرې غوږ نه دی ګرولی او نه چا زموږ غږ اورېدلی دی، دا هغه څه دي، چې د پکتياوالو سره د مورمېرې سلوک کيږي د مرکز په کچه او هېڅوک زموږ په پيشنهادونو غور نه کوي، همدې اوسني وزارت سره هم موږ دغه خبره شريکه کړې ده، خو اقدام نه دی شوی او دوی، چې زموږ لپاره د کتابخانو تشکيل نه شي برابرولی نو په دې برخه کې خو مې يقين نه کيږي، چې مرسته او کار وکولای شي“

همدغه ستونزه، چې په پکتيا کې د محلي موسيقۍ پخوانی تشکيل لغوه شوی او په پکتيا کې د اطلاعات او فرهنګ ريس مشفق يې هم مني، ازادۍ راډيو د اطلاعات او فرهنګ وزارت وياند هارون حکيمي مخ ته کېښوده، هغه وويل:

”په پکتيا کې د موسيقۍ کارکوونکو د تشکيل له منځه وړلو خبره تر اوسه پورې نهايي نه ده او په دې هکله تر اوسه پورې تصميم نه دی نيول شوی او په دې هکله اندېښنې تر اوسه له وخت مخکې دي، د تېرو تصاميمو په هکله زه وضاحت نه شم ورکولای تېرې ادارې خپل تصاميم لرل، خو زه دا ګړۍ ډاډ درکولای شم، چې د تشکيلاتو د پراخولو او په ځانګړې توګه د موسيقۍ په برخه کې هڅې کيږي او په خاص ډول به په پکتيا کې دغې برخې ته، چې د خلکو اندېښنه ده حل ورته ولټوو“

ده وويل، په لنډ وخت کې به وزارت په دې برخه کې اقدام وکړي او د راتلونکو برنامو په چوکاټ کې به پکتيا هم د نورو ولايتونو غوندې شامله کړي، خو د پکتيا مدني فعالان او فرهنګپال بيا وايي، چې په دې ډول وعدې ورسره په وارونو، وارونو شوې خو مثبت نتيجه يې نه ده ليدلې.

په پکتيا کې محلي موسيقي په داسې لويدلي حال کې ده، چې نه يې څوک د پخوا غوندې د بانډارونو لپاره له معلوم ادرس څخه هنرمندان او موسيقاران پيدا کولای شي او نه هغه نوي ځوانان د حالاتو له وجې له باجې سره غږ پورته کولای شي، چې د خپلې حنجرې په زور به يې ډېرو

دردېدلو زړونو ته ټکور ورکاوه او حتی د پکتيا ځينې وتلي پخواني هنرمندان دولت هېر کړي او ژوند يې په لرو پرتو سيمو کې له خاورو سره خاورې شوی او ورک شوي دي، خو غږونه يې د ارمانونو سکون کولو لپاره لا هم پاتې دي.

راپور- داود تپان- پکتيا

XS
SM
MD
LG