د لاسرسي ځای

تازه خبر

قبایل په پښتونخوا ورګډول تر ټولو غوره انتخاب دی: عزیز


اسلام اباد - د پاکستان د وزیراعظم سلاکار او د قبایلي سیمو اصلاحاتو حکومتي کمېټۍ مشر سرتاج عزیز ویلي، د هغو سیمو په خیبرپښتونخوا ورګډول تر ټولو غوره انتخاب دی.

نوموړي د زیارت په ورځ د بهرنیو چارو په وزارت کې د قبایلو اصلاحاتو په اړه د حکومتي کمېټۍ سپارښتنو تفصیل ورکړ او ویې ویل چې په خیبر پښتونخوا کې د قبایلي سیمو ورګډول سمدستي نشي کېدای بلکې باید په مرحلو کې وشي.

((موږ بالاخره دې غوڅې نتیجې ته ورسېدو چې د قبایلو [د هېواد د نورو برخو په څېر حیثیت] لپاره تر ټولو غوره انتخاب د هغو سیمو په خیبر پښتونخوا ورګډول دي. خو دا کار سمدستي نشي کېدای بلکې باید په پړاوونو کې وشي. د دې لپاره موږ د پینځو کلونو انتقالي بهیر سپارښتنه کړې.))

سرتاج عزیز د ریاستونو او سرحدي چارو له وزیر عبدالقادر بلوڅ سره ګډې خبري غونډې ته وویل، د قبایلي اصلاحاتو په اړه نورې لارې لکه د ګلګت بلتستان په څېر قانوني حیثیت یا بېله صوبه جوړول د عملي کولو وړ نه دي. د نوموړي په مشرۍ اصلاحاتي کمېټۍ د ټولو قبایلي سیمو تر سفر وروسته سپارښتنې وزیراعظم ته ورکړې دي.

سرتاج عزیز همدا راز وویل:

((قبایلي سیمې په خېبر پښتونخوا کې د شاملولو کار به په ورو ورو کیږي. دې لپاره موږ د پنځو کلونو موده تجویز کړې چې پکې به قبایلي سیمې خېبر پښتونخوا کې د شامولو لپاره تیاریږي. دې کې اولنې کار دا دې چې بې کوره شوي خلک واپس خپلو کورونو ته ستانه او هلته بحال کړل شي. نو دا د بدلون په وړمبۍ مرحله کې زموږ کار دې))

په دې پوښتنه چې خېبر پښتونخوا صوبايي حکومت سره دې لړ کې رابطه شوې؟ سرتاج عزیز ووېل چې راراونه اوونۍ به دې لړ کې کميټي د یاد حکومت سره رابطه کوی او رایې به یې اخلي.

خپلو خبرو کې ښاغلې سرتاج عزیز دا هم وویل چې د قبایلي سیمو د پرمختګ لپاره وفاقي حکومت د لسو کلونو یو پرمختیایې پروګرام تجویز کړې چې په نتیجه کې به یې قبایلي سیمو کې ټولنیزې او اقتصادي هلې ځلې د خېبر پښتونخوا کچې ته راوستل شي. د نوموړي په وېنا په دغو منصوبو به پنځه سوه بلینه روپۍ لګښت کیږي چې د قبایلي ولس لپاره به د پرمختګ لاری خلاصوي.

سرتاج عزیز زیاته کړه:

((په راتلونکي دوه درې کلونو کې به د قبایلي سیمو په لویو ښارونو یا هېډ کوارټرز کې صنعتي مرکزونه جوړول کیږي چې پکې به د جدید دور مارکیټونه ، کالونیانې، سکولونه ، کورونه او هسپتالونه شامل وي. دې سره په اقتصادي هلې ځلې وده وکړي چې په نتیجه کې به یې مقامي صنعتونه هم په وړاندی لاړشي. حکومت هڅه کوي چې دغه مرکزونه بیا د چین پاکستان اقتصادي راهدارۍ سره هم وتړي.))

خپلو خبرو کې سرتاج عزیزدا هم وویل چې په قبایلي سیمو کې به د قانون نافذولو لپاره د ليویز په شمیر کې د نورو شلو زرو کسانو اضافه کیږي، دا راز به په دې سیمو کې د زمکو د اصلاحاتو ترڅنګه قانوني اصلاحات هم راوستل کیږي.

XS
SM
MD
LG