د لاسرسي ځای

تازه خبر

"د حکومت مشران دې ولس په یو بل نوم نه سره ویشي"


په خوست کې د افغان امنیتي ځواکونو څخه د ملاتړ د یوې غونډې ویناوالو په افغانستان کې د ملي یووالي حکومت له دواړو مشرانو غوښتنه وکړه، چې د خپلو سلیقوي چلندونو په خاطر دې ولس په خپلو کې نه سره ویشي.

یاده غونډه چې د پنجشنبې په ورځ د خوست د جرګو په تالار کې د ځوانانو خوځښت په نوم د یو ټولنیز بنسټ لخوا رابلل شوې وه، د قومي مشرانو او ځوانانو په ګډون په کې د افغان ځواکونو یو شمېر منسوبینو هم برخه لرله.

د ولسي جرګې غړي او د یاد بنسټ موسس کمال ناصر اصولي په خپلو خبرو کې د افغان حکومت په مشرانو غږ وکړ، چې د سلیقوي برخوردونو لپاره دې ولس نه سره ویشي او ملي یووالی دې وساتي.

کمال ناصر اصولي زیاته کړه:

((موږ له دغه ځای نه په فعلي رييس جمهور، د حکومت په فعلي رييس اجراییه او د دوی په خواوشا کې هغه کسان چې د افغانستان په سیاست کې مطرح دي غږ کوو، چې تاسو د خپلو سلیقوي برخوردونو لپاره د افغانستان خلک مه ویشئ، ملي یووالی وساتئ او د افغانستان ولسمشر ته وایم چې له هیڅ یو غږ نه به نه ډاريږې، هغه ملت چې تاته يې رایه درکړې ده ستا تر شا ولاړه ده.))

کمال ناصر اصولي په خپلو خبرو کې زیاته کړه، چې افغان امنیتي ځواکونه که د دې هېواد په هره سیمه او توکم پورې تړلي دي، یو وجود دی او د یو ولس او یو هېواد د ځمکنۍ بشپړتیا او د خلکو د امن لپاره خدمت کوي.

د سرحدي ځواکونو یو تن افسر وايي، چې افغان امنیتي ځواکونه هغه مهال په خپلو وظیفو کې بریالي کیدای شي، چې ولس يې تر شا ولاړ وي.

نوموړی زیاتوي:

((زه سمونمل سردارمحمد د سرحدی زون د چټک غبرګون د کنډک قوماندان، تر څو چې خلک د خپلو ځواکونو تر شا ولاړ نه وي، موږ نشو کولای چې په یواځې ځان خپلې دندې پرمخ بوځو، خو که خلک مو د نن په شان حمایت کوي، دا نو زموږ د سرتیرو په معنویاتو او روحیه باندې ډېر مثبت تاثیر کوي.))

په خوست کې د ملي امنیت د ځواکونو یو تن منسوب هم د ملي امنیتي ځواکونو څخه د حمایت او ملاتړ دا ډول ناستې ډيرې په ګټه بولي او زیاتوي چې پدې سره ولس او پوځ د یووالي او یو وجود احساس کوي.

د رحمت الله سروري په نوم د خوست یو تن مدني فعال وايي، چې پدې غونډه کې د خلکو پراخه ګډون د افغان ځواکونو سره د ولسي مینې ښودنه وه.

دی وايي افغان ملي امنیتي ځواکونه د خلکو سوله ییز ژوند او د هېواد خپلواکي ساتي، نو ولسونه يې ملاتړ کوي:

((دا چې نن کومه غونډه نیول شوې وه او پدې کې د ملي اردو، ملي پولیسو او ملي امنیت ځواکونه وستایل شول، یواځنۍ موخه يې وطني مینه او احساس وو، چې دوی د وطن لپاره قرباني ورکوي، زموږ د هېواد ځمکنۍ بشپړتیا ساتي او په دې لاره کې له هېڅ ډول سرښندونو نه په څنګ کیږي.))

یاده دې وي، چې په خوست کې د افغان امنیتي ځواکونو څخه د ملاتړ په غونډه کې ګډونوالو یو شمېر سرتیرو او افسرانو ته د ګلانو امیلونه غاړو ته ورواچول او دوی سره يې یادګاري انځورونه واخیستل.

XS
SM
MD
LG