د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پکتیکا کې دې د ماشومانو واکسینو ته جدي پاملرنه وشي


د پکتیکا ولایت چارواکي ماشومانو ته د ګوزڼ د ناروغی د واکسینو له تطبیق کوونکو، مبلغینو، د یونیسیف ادارې د ګرځنده کلینکونو له کارکوونکو او ټولو واکسیناتورانو څخه غوښتنه وکړه، چې د یاد ولایت په ټولو سیمو کې د واکسینو تطبیق ته جدي پاملرنه وکړي.

د چارشنبې په ورځ د پکتیکا والي واکسیناتورانو سره په یوې ګډې ناستې کې په دې خبرې ټېنګار وکړ، چې پکتیکا یوه سرحدي سیمه ده، چې د پولې په پورې غاړه کې يې د ناامنیو او نورو ګواښونو له کبله دا څو کاله د واکسینو منظم پروګرام نه دی عملی شوی او له هغو سیمو ددې ولایت ماشومانو ته د بېلابېلو ناروغیو د وایروس د انتقال ویره موجوده ده.

د پکتیکا والي محمد الیاس وحدت وویل، که څه هم له دریو کلونو راهیسې په یاد ولایت کې د ماشومانو د ګوزڼ کومه مثبه پېښه نده ثبت شوې، خو د پولې د پورې غاړې څخه د دې وایروس د انتقال احتمال باید جدي ونیول شي.

د پکتیکا والي زیاته کړه:

((له دریو کلونو راهیسې موږ په پکتیکا کې د ګوزڼ مثبته پېښه نلرو، خو بیا هم موږ ځکه د واکسینو په تطبیق پافشاري کوو، چې یوه خو د ولسمشر ځانګړې لارښوونه ده، بل موږ د شمالي او جنوبي وزیرستان سره په څنګ کې پراته یو، دوی هغوی زرګونه کورنۍ کډوال دلته لرو، له بده مرغه هلته کلونه، کلونه واکسین ندي شوي، کیدای شي هلته دا ویروس موجود وي، ځکه هلته مثبت واقعات شته.))

د پکتیکا والي له ټولو امنیتي او ملکي ادارو په ځانګړي ډول د ولسوالیو له ولسوالانو او نورو مسوولینو غوښتنه وکړه، چې د واکسینو د پروګرام د ښه تطبیق لپاره ټولې لازمې اسانتیاوې برابرې کړي.

ده په دې برخه کې د دیني عالمانو او قومي مشرانو رول هم د خلکو د ذهنیت د جوړولو په برخه کې مهم وباله.

د یحیی خېلو د ولسوالۍ د واکسینو یو کواردیناتور د ځايي چارواکو دا ډول ناستې د واکسینو د پروګرام د اغېزمن تطبیق لپاره په ګټه وبللې:

((لکه څرنګه چې دا د واکسینو پروګرام حیاتي ارزښت لري، همدې مسالې ارزښت ته په کتو سره د پکتیکا والي د ولایت اړوند د سوپر وایزرانو، کواردیناتورانو او د واکسینو په بخش کې کارکوونکي راوغوښتل تر څو له نږدې دوی سره د واکسینو د تطبیق د فرصتونو او چلینجونو په تړاو دوی سره خبرې اترې وکړي.))

د پکتیکا په ولایت کې یو بل تن واکسیناتور وايي، چې د پکتیکا ولایت اتیا سلنه ماشومانو ته په عادي ډول واکسین تطبیقیږي او ستونزمنو سیمو ته هم په مناسبو فرصتونو کې موبایل ټیمونه ورځي او ماشومانو ته يې واکسین کوي:

((انشاالله د پکتیکا ولایت په ټولو ولسوالیو کې خصوصاً د خپلې ولسوالۍ به درته ووایم که سل فیصده نه وي اتیا فیصده د تطبیق وړ دی او موږ تطبیق کړي دي، یو هغه واکسین دي چې موږ يې په شفاخانو او کلینکونو کې کوو، یو هغه واکسین دي چې د پنځه کیلومتره په کم واټن کې يې موږ په موټرسایکلونو وړو، ځنې ولسوالۍ ډېرې لیرې دي، بیا هغوی ته موبایل ټیمونه ورځي.))

د یادونې وړ ده پولیو یا ګوزڼ یوه وایروسي ناروغي ده ، چې د هر عمر لرونکي کسان پرې اخته کیدای شي، خو بیا هم زیاتره هغه ماشومان پرې اخته کیږي، چې عمرونه يې تر پنځو کلونو لږ وي، دا ناروغي د اخته کس د مړینې یا دایمي معیوبیت لامل کېږي.

روغتیا پالان وايي، چې ګوزڼ ناروغي درملنه نلري، نو د روغتیا ساتنې ځنې تدابیر او د یادو واکسینو تطبیق د ګوزڼ ناروغی د ساتنې یا وقايې لپاره ګټور تمامیږي.

XS
SM
MD
LG