د لاسرسي ځای

تازه خبر

اېم کیو اېم: د ګوند ټولې پریکړې به په پاکستان کې کوو


په پاکستان کې د متحده قامي مومنټ مشرانو ويلي چې دوی به ټولې پریګړې اوس د لندن پر ځای په پاکستان کې کوي خو په دغه مشرانو کې ځېنو دا دريځ لري چې د دوی مشر اوس هم الطاف حسېن دی.

د نهې په ورځ په کراچۍ پرېس کلب کې خبري غونډې ته د وینا پروخت په پاکستان کې د متحده قامي مومنټمشر غړي اکټر فاروق ستار د خپل مشر الطاف حسېن له خوا د ګل په ورځ د پاکستان پرضد شوو خبرو د ملګرتيا نه کولو اعلان وکړو او ويې ويل چې د دوی مشر د ذهني ناروغتيا له کبله داسې بيانونه ورکوي چې له وجې يې د ګوند غړي ته زيان رسوي نو ښه خبره دا ده چې نور دا ګوند د لندن پر ځای له پاکستانه وچلول شي.

((موږ ته دا فېصله کول دي او کړې مو ده چې پریګړې به موږ کوو او دا کومې ګنګوسې چې خپرې شوي چې موږ اېم کيو اېم پرېږدو دا دروغ دي ځکه چې موږ په خپله اېم کيو اېم يو نو به يې څنګه پرېږدو، د ميډيا په دفترونو چې کومې حملې شوې وې موږ له هغو د لاتعلقۍ اعلان کوو))

له فاروق ستار سره د پارلېمان يو شمېر غړي او د سيند په صوبايي اسمبلۍ کې د مخالفو ډلو مشر خواجه اظهارالحسن هم موجود وو

تر دې وروسته د ګوند د بېلا بېلو مشرانو داسې بيانونه مخې ته راغلل چې پکې د اېم کيو اېم له مشر سره د ملګرتيا اعلانونه ښکارېدل.

د اېم کيو اېم د پارلېمان غړي سلمان مجاهد بلوڅ پاکستاني مطبوعاتو وویل چې الطاف حسېن اوس هم د دوی مشر دی او د ټولو فېصلو اختيار هم له هغه سره دی.

((فاروق ستار خپل ځان د الطاف حسېن جدا کړی نه دی کوم چې زما لپاره د اطمينان وړ خبره ده، په اېم کيو اېم کې پریګړې ټولې په مشوره سره کېږي، رابطه کمېټۍ پرې بحث کوي او رابطه کمېټۍ يواځې يوه ده د لندن او کراچۍ څانګې يې نشته، د دې ټولو فېصلو منظوري بيا الطاف حسېن ورکوي او زه وايم چې په راتلونکې کې به هم داسې کېږي))

تر دې وروسته د ګوند يو مشر غړي عامر لياقت حسېن له ګونده د بيلېدو اعلان وکړ او داسې راپورونه هم مخې ته راغلي چې يو د صوبايي اسمبلۍ او يو د سېنېټ غړي هم د ګوند پرېښودو اعلان کړی دی خو د دغه غړو له خوا يې پخلی نه دی شوی.

بلخوا د سېشنبې پر شپه ناوخته د نيم پوځي ځواک رېنجرز د اېم کيو اېم په دفترونو چاپې روانې دي او ځېني غړي يې د ګل په ورځ شوي اړي ګړي لړ کې د پوښتنو لپاره هم رابللي دي.

بل اړخ ته د کراچۍ د ترهګرۍ عدالت د اېم کيو اېم نيول شوي مشران کنورنويدجميل، قمرمنصور او شاهد پاشا په ګډون ۱۱ غړي د درې ورځو په جسماني رېمانډ پوليسو ته حواله کړي دي.

د سېشنبې په ورځ د رېنجرز وياند مطبوعاتو ته د کراچۍ عملياتو معلومات هم لېږلي چې کې دا ويل شوي چې نيم پوځي ځواک د دوه ۲۰۱۳م زيږيز کال د سیټمبر مياشتې د څلورمې نېټې راهيسې د ۸۰۰ زيات هدفي وژنې کوونکي نيولي دي چې پکې تر ۶۵۰ زيات له اېم کيو اېم ګوند سره تعلق لري او په ښار کې شاوخوا ۸۰ فيصده جرمونو کې هم دغه نيول شوي کسان ککړ دي.

دې سره سره په بيان کې ويل شوي چې د لياري ګېنګ وار ۹۵ او د ناقانونه ګرځول شوو تنظيمونو ۹۹ هدفي وژنې کوونکي نيول شوي دي.

XS
SM
MD
LG