د لاسرسي ځای

تازه خبر

ټول هندیان به تل تر تله له افغانانو سره ولاړ وي: مودي


ستور ماڼۍ د هند په مالي لګښت جوړه شوې
ستور ماڼۍ د هند په مالي لګښت جوړه شوې

رپورټ: صفي الله ستانکزی (د ازادۍ راډیو خبریال)

کابل - د هند وزیراعظم نرېندرا مودي وايي، هېواد به یې تر هغې په افغانستان کې لویې پروژې او اقتصادي پروګرامونه تمویلوي چې افغانان اقتصادي پرمختګ او سوکالۍ ته ورسېږي.

وزیراعظم مودي د دوشنبې پر ورځ په کابل کې د ستوري ماڼۍ پرانیستغونډې ته په ویډیويي تماس کې وویل چې هندیان به ټول، تل تر تله، له افغانانو سره وي او هېڅکله به له خپلې دوستۍ په شا نه شي.

هندي وزیراعظم نرېندرا مودي د ماڼۍ پرانیستغونډې ته ویډیويي وینا وکړه
هندي وزیراعظم نرېندرا مودي د ماڼۍ پرانیستغونډې ته ویډیويي وینا وکړه

((اجازه راکړئ چې افغانانو ته دا خبره یقیني کړم چې د یوه پرمختللي، سوکاله او ارامه افغانستان په جوړولو کې به یو میلیارده او ۲۵۰ میلیونه هندیان تل له تاسو سره ولاړ وي. له افغانستان سره زموږ د دوستۍ قوت او اصل هېڅکله د ورانېدو او تزلزل نه دی. هر څه یې چې نتیجه وي هند به د ټولو افغانانو د یوې روښانه راتلونکې لپاره کار وکړي.))

مودي د افغانستان د ملي شورا ودانۍ، د سلما بند او د ستوري ماڼۍ د پروژو تمویل (لګښتونو) د لویو پروژو تکمیل د هند دعوو ثبوت وباله.

د دې پروژو ټول لګښتونه یا خرڅ هند کړی چې ورباندې څه باندې ۵۰۰ میلیونه ډالره لګول شوي او اوس ترې ګټه اخیستل کېږي.

ولسمشر غني وویل، ورځ تر بلې د افغانستان او هند ملګرتیا پخېږي
ولسمشر غني وویل، ورځ تر بلې د افغانستان او هند ملګرتیا پخېږي

افغان ولسمشر محمد اشرف غني هم د ستوري ماڼۍ په پرانېستغونډه کې د هند مرستو مننه وکړه او ویې ویل چې هند له افغانانو سره ملګرتیا له ډېره پخوا پیل کړې او د سوکالۍ د ترلاسه کولو لپاره به دا ملګرتیا همداسې دوام وکړي.

((د استقلال کومه لاره چې موږ پخوا پرې مزل پیل کړی وو پرمختګ او سوکالۍ ته د رسېدو لپاره به همداسې پرې روان یو. زموږ اړیکي همدلته نه ختمېږي موږ هوډ لرو چې د سولې او سوکالۍ د راوستلو، په وحشت او ترهې باندې د غلبې او د خپلو هېوادونو د سوکالۍ لپاره له خپل ټول زور کار واخلو.))

ولسمشر غني وویل هند په افغانستان کې د لویو پروژو په تمویل او هر اړخیزو مرستو سره ثابته کړې چې ملګرتیا یې ورځ تر بلې په پخېدو ده.

XS
SM
MD
LG