د لاسرسي ځای

تازه خبر

د قبایلو پارلېماني استازو د اصلاحاتي کمېټۍ له غړو سره ولیدل


د قبایلو په پښتونخوا د ورګډولو په ملاتړ لاریون
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:40 0:00

د قبایلو په پښتونخوا د ورګډولو په ملاتړ لاریون

اسلام اباد - د پاکستان په پارلېمان کې د قبایلي سیمو استازو د دوشنبې پر ورځ د هغو سیمو اصلاحاتي کمېټۍ له غړو سره لیدلي.

په پارلېمان کې د خیبر استازي حاجي شاه جي ګل اپریدي مشال راډيو ته وویل، د قبایلي سیمو اصلاحاتو حکومتي کمېټۍ ورته د هغو سپارښتنو په اړه تفصیل ورکړ چې وزیراعظم ته یې استولې دي.

د اصلاحاتي کمېټۍ مشري د وزیراعظم سلاکار سرتاج عزیز کوي.

اپریدي وویل، په سپارښتنو کې د ځېنو نکاتو ورزیاتولو او د ځېنو هغو بدلون لپاره به کمېټۍ ته خپل لیکلی نظر ورکوي.

ده وویل، وزیراعظم ښايي د سېپټېمبر پر شپږمه په قبایلو کې د اصلاحاتو اعلان وکړي.

ټاکل شوې وه چې وزیراعظم دا کار د اګست پر ۱۴مه کړی وای.

د قبایلي سیمو وکیلانو او قانون پوهانو ټولنې مشر اعجاز مومند وايي، اصلاحات به هغه وخت ګټه ورکړي چې قبایل په پښتونخوا صوبه ورګډ کړل شي.

د قبایلي سیمو اصلاحاتي کمېټۍ په تېرو میاشتو کې د هرې سیمې سفر کړی او هلته یې له مشرانو او ولسي وګړو سره د اصلاحاتو پر بڼې خبرې کړې دي او وروسته یې خپلې سپارښتنې تیارې کړې او وزیراعظم ته سپارلې دي.

په دې سپارښتنو کې راغلي چې قبایل دې په پړاوونو کې په پښتونخوا ورګډ کړل شي او هلته دې د پاکستان قانوني او عدلي نظام وروغځول شي.

XS
SM
MD
LG