د لاسرسي ځای

تازه خبر

د اووه لوڼو پلار غږ ځپلی دی


د هنګو پایو محمد پر ۷ واړو لوڼو خپلو تربورونو غږ کړی دی. نوموړي له اتو کالونو راهیسې د عدالتونو او ذمه وارانو نه د انصاف غوښتنه کړې خو هېڅ مثبت جوابنه دی ورته ویل شوی. د نوموړي په وینا چې د غږناوړه رسم له وجې یې لوڼو ته نور خلک رشتې هم نه وروړي.

اسلام اباد - د دوو قامونو یا د دوو کورونیو ترمینځ شخړې ختمولو لپاره که د سورې ورکولو دود یا رواج په اوسني دور کې شته نو په پښتنو کې د غږ کولو دود لا هم ژوندی دی.

د هنګو پايو محمد چې د اوو لوڼو پلار دی، وایي چې په دې يووېشتمه پېړۍ کې د دغهزاړه دود ښکار شوی دی۔ او له تېرو اتوکلونو راهیسې خپلې ښځې ته د طلاق نه ورکولو سزا هغه ته پر اوو لوڼو د غږ په رسم کې ملاوېږي۔

پایو محمد خپله کیسه بیانوي:

((ما ته چې کله مور پلار واده کاوه نو دا يې راته په بدل کړی وو، زما د کلي اوسيدونکي دي هغه ته يې زما خور ورکړه او زما رشته د هغه له خور سره وشوه۔ په دې کې پنځلس شپاړس کاله تېر شو۔ تر هغه وروستو زما د خور په سخرګنۍ کې زړه بداوی راغلو او زما خور واپس خفه راغله او وروڼو کره مې میشته شوه۔ اوس ماته وروڼه وايي چې ته هم خپله ښځه مور کره واپس ولېږه۔ نو زه ورسره دا خبره نه منم۔ نو له وجې یې زما لوڼه اوس په کور ناستې دي۔ او چې څوک هم رشتې غوښتو له راشي هغېځورول کېږي۔ زما وروڼه ماته وايي چې تر څو تا ښځې ته طلاق نه وي ورکړی، نو لوړې دې نه شي ودولای۔ خو زه ورته وايم چې زه ولې طلاق ورکړم د هغې څه ګناه ده۔ نو زه داسې ښځې ته طلاق نه ورکوم نو په دې کې مې د لوڼو ژوند تباه شو۔))

غږ يو داسې رسم دې چې يو کس يوه نجلۍ [جينۍ] په خپل نامه کړي او د هغې کور مخې ته ډزې وکړي چې ګڼې د دې نجلۍ واده به له دې سره کېږي که نه وي له بل چاسره نه به یې کېږي.

پایو محمد وايي چې پر لوڼو یې د غږ وروسته هغه په خپلو وروڼو او ورېرونو جرګې وکړي خو څه ورته ترلاسه نه شول، او اخر کار يې د قانون دروازه وټکوله خو بيا هم ورته انصاف ترلاسه نه شو.

ايډوکيټ عنبرين ګلزار چې په عدالت کې د پایو محمد کېس چلوي وايي داسې قسمه ډېر کم کېسونه تر عدالتونو را رسي خو که عدالت يې فيصله هم وکړي نو ذمه واره ادارې پرې هېڅ عمل نه کوي او مجرمان هم داسې ازاد ګرځي۔

د مذهبي او سیمه ایزه چارو کار پوه قبله آياز وايي چې اسلام ښځو ته په خپله خوښه د فيصلې کولو اجازت ورکوي۔ او چېرته هم د داسې قسمه جبر کولو اجازت نشته نو د غږ رسم د لارې ښځو سره دا قسمه سلوک د اسلامي تعليماتو خلاف دی او دا يو غير اسلامي فعل دی۔

د غږ رسم خلاف په خېبر پښتونخوا پارلېمان کې په 2013 م کال کې قانون سازي هم شوې وه چې له مخې یې په دغه جرم کې ککړ کس ته به اووه کاله قيد او پنځه لکه روپو جرمانې سزا ورکول کېږي۔

خو د پاکستان د بشري حقونو چارواکې کامران عارف وايي چې قانون سازي وشيخو په دې نه عمل او نه مجرمانو ته سزا ورکول کېږي۔

هغه وايي چې غږ او داسې نور رسمونه د اسلام او پاکستان د قانون او ايين خلاف دي۔ حکومت باید دغه مسلو ته سنجيده پاملرنه وکړي.

پایومحمد وايي چې هغه له اتو کلونو راهیسې د خپلو لوڼو د ژوند او خوشالۍ لپاره جنګ کوي۔ او يو ځل بيا د قانون دروازې ته راغلی دی۔ هغه غوښتنه کوي چې انصاف دې ورسره وشي۔ او مجرمانو ته دې سزا ورکړل شي چې داسې نورې تور سرې د دې رسم په نوم نه قربانېږي۔

XS
SM
MD
LG