د لاسرسي ځای

تازه خبر

وحیده ښکلې: د ښځو د حقوقو شعار دې په عمل بدل شي


د میدان وردکو ولایت د ښځو چارو ریاست مسوولینې له خلکو غواړي، چې خپلو خویندو، لوڼو او میرمنو ته د دوی قانوني او شرعي حقوق ورکړي.

د میدان وردکو ولایت د ښځو چارو ریاست مسوولینې له خلکو غواړي، چې خپلو خویندو، لوڼو او میرمنو ته د دوی قانوني او شرعي حقوق ورکړي.

دوی زیاتوي، په ټولنه کې ډیری ټولنیزې ستونزې لدې کبله دي، چې تر اوسه هم ښځې له خپلو شرعي او قانوني حقوقو بې برخې ساتلې شوې دي.

د میدان وردکو د ښځو چارو رييسه وحیده ښکلې وايي چې نور باید د ښځو د حقونو په اړه د تشو شعارونو له دایرې راووځو او په عمل کې ښځو ته خپل حقوق وسپارو.

نوموړې زیاتوي، تر څو چې ښځې له خپلو حقوقو محرومې وي دا شته ټولنیزې ستونزې همدارنګه د ټولنې او کورنۍ د اصلاح لپاره هڅې کوم ځای نه نیسي.

وحیده ښکلې زیاتوي:((مهر دی، که میراث دی، که حق د انتخاب او زده کړو يې دی، د دې ټولو نه زموږ د وردکو ښځې محرومې دي، زما هیله د دولت، ولس او علماوو څخه داده چې راځئ نور نو له شعاره ووځو او په عمل کې د ښځو حقوقو ورکړو، پدې توګه کولای شو، چې خپله ټولنه او کورنۍ اصلاح کړو، تر څو چې زموږ ښځې له خپلو حقوقو څخه برخمنې نشي، تر هغې زموږ ټولنه او کورنۍ نشي اصلاح کیدای او له همدې کبله موږ د بدبختیو سره لاس او ګریوان یو.))

د میدان وردکو د ښځو چارو رييسه وړاندې وايي د قوانینو څخه د ښځو بې خبري، د کورنیو څخه ویره او نور شته ګواښونه د دې لامل کیږي چې ښځې خپلې قضیې پټې وساتي او د ناخوالو پر وړاندې چوپه خوله پاتې شي.

مدنی فعاله فهیمه وردک وايي، چې ښځو ته باید هغه برنامې جوړې شي، چې په هغې سره دوی پر ځان بسیا کیدلای شي.

نوموړې زیاتوي:((له دولت نه خو ډېر ډېر امیدونه لرو او د علمي کولو فکر يې نه کوو، خو غوښتنه مو داده چې موږ ته دلته په وردکو کې هغه پروګرامونه جوړ کړي چې ښځې په اقتصادي لحاظ په ځان متکي کولای شي.))

د میدان وردکو والي ځونډي ګل زماني په یاد ولایت کې د ښځو یو شمېر محرومیتونه مني، خو زیاتوي، چې ځايي اداره او اړوند ارګانونه يې د ښځو د حقوقو تامینولو ته ژمن دي.

ښاغلی زماني زیاتوي، له ټولو علماوو يې غوښتي چې د جومات له ممبرونو د ښځو د حقوقو اواز اوچت کړي او ولسونو ته پدې برخه کې په هر اړخیز ډول باب عامه پوهاوی ورکړي.

ځونډي ګل زماني وايي:

((موږ ټولو عدلي او قضايي ارګانونو ته هدایت کړی دی، چې د ښځو پر حقوقو غور وکړي، په ښځو ظلم او تیری ونشي، د دې په خاطر چې موږ پدې برخه کې بنیادي کار کړی وي، ټولو علماوو سره مو مشوره کړې ده چې هغوی د جوماتونو له ممبرونو څخه اواز اوچت کړي او د اسلام له نګاه نه خلک د ښځو په حقوقو باندې وپوهوي.))

د میدان وردکو والي د ښځو لپاره د کارموندنې په برخه کې هم د ځنو اقتصادي پروګرامونو یادونه کوي او زیاتوي، چې د کرنې او اوبو لګولو ریاست لخوا د یاد ولایت ښځو ته د سبزيجاتو، د کرنیزو توکو د پروسس همدا راز د لبنیاتو یو شمېر پروژې ورکړل شوي، چې کارونه يې پر مخ روان دي.

ځونډي ګل زماني وړاندې وايي، ځنو مرستندویه موسسو او د کرنې ریاست میرمنو ته د چرګو او چرګوړو همدارنګه د ځنو شیدي ورکوونکو او نسلي څارویو د وېش پروګرامونه هم روان کړي دي.

XS
SM
MD
LG