د لاسرسي ځای

تازه خبر

عثمان کاکړ: که د اڅکزي وینا غداري ده نو بیا سل واره غداران یو


د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزی او صوبايي مشر سېنېټر عثمان کاکړ
د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزی او صوبايي مشر سېنېټر عثمان کاکړ

که څه هم د کوټې د ځان مرګې برید پرضد پهبیانباندې پاکستان الېکشن کمېشند پښتونخوا ملي عوامي ګوند له مشر محمود خان اچکزي څخه ځواب غوښتی او د سیټېمبر پر لومړۍ نېټه یې الېکشن کمېشن ته وربللی دی نو بل پلو ملک وحید اعوان نومي تن د پنډۍ پوليس تاڼه کې د اڅکزي خلاف درخواست وړی چې هغه د پاکستان سرکاري ادارو خلاف تقریر کړی او باید چې پرضد یې کاروايي وکړل شي.

په کوټه کې د اګست میاشتې پر اتمه نېټه د ترسره شوي ځانمرګي برید د ناکامۍ ذمه واري د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمودخان اچکزي قامي اسمبلۍ ته په خپله وینا کې پر پاکستانیو استحباراتي ادارو واچوله، چې له کبله یې الېکشن کمېشن نوموړی ورغوښتی چې د خپل بیان سپیناوی وکړي.

یاده دې وي، د کوټې په هغه پېښه کې ۷۴ کسان وژل شوي او تر یو سلو ډېر ژوبل دي چې اکثریت یې وکیلان ول.

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند صوبايي مشر او سېنېټر عثمان کاکړ مشال راډیو ته وویل چې د الېکشن کمېشن تر نوټس روستو د ګل په ورځ د قامي اسمبلۍ غونډې دوران محمود خان اچکزی له بیان ورکولو ودرول شو چې ښايي په پارلیمان کې جمهوري رویې ورځ په ورځ ختمېږي.

نوموړي زیاته کړه:

(پښتونخوا ملي پارټۍ په اخبارونو کې او محمودخان اچکزي په قامي اسبملۍ کې خپل دریځ بیان کړو چې د کوټې برید مخنیوي کې د ناکامېدو ذمه واري د پاکستان پر استخباراتي ادارو راځي. دوی په خړو اوبو کې لا هم ستن موندلای شي خو دوی دا نه کول غواړي. دوی راولاړ شول د ټېليویژنونو له لارې یېسیاستمدارانو دا ویل شورو کړل چې محمود خان اڅکزی غدار دی. دوی محمود خان اڅکزي ته د الېکشن کمېشن لخوا نوټس ورکړی دی نو اوس که موږ د پښتون وطن د بقا خبره کوو، د پښتنو د تحفظ خبره کوو او د پښتون قام د یووالي او وحدت خبره کوو او د ائین پاسداري کوو. نو که مو یوڅوک غداران بولي نو یو وار نه موږ سل واره غداران یو. موږ په دې ویاړو او له دې سربېره د قامي اسمبلۍ سپیکر له خوا محمود خان اچکزی خبرې ته نه پرېښودلغیرجمهوري رویه ده. دا یې د پارلیمان توهین کړی دی نو د سپیکر دا رویه جانبداره ده. دا موږ نه منو.)

مشال راډیو چې په دې اړه په پېښور کې د قانوني چارو تجزیه کار وکیل نور عالم نه وپوښتل نو هغه وویل، الېکشن کمېشن اختیار نه لري چې هغه د پارلمان یو منتخب غړی د خپلې وینا پرسر وروغواړي.

(په قانوني توګه باندې چې محمودخان اچکزي کوم بیان ورکړی دی نو هغه یوه مسله په ګوته کړې او په پالېسۍ باندې خبره کړې ده، نو پر دې له الېکشن کمېشن سره اختیار نشته چې هغه وروغواړي او که داسې وشي نو بیا خو به هېڅوک هم په پارلیمان کې خبره نشي کولی. اوس که محمودخان اچکزي د دې ملک پرضد خبره کړې وه یا یې د ائین خلاف ورزي کړې وه نو بیا یوڅه جواز جوړېدو.)

هم دا رنګ چې مشال راډیوچېپه دې اړه په اسلام اباد کې د سیاسي چارو تجزیه کار سلیم احمد نه وپوښتل نو د هغه وینا وه.

( که محمود خان اچکزی الېکشن کمېشن راوغوښتو نو له دې به سیاست ته او جمهوریت ته ډېر زیات نقصان ورسي ځکه چې، هغه په پارلیمان کې دا خبره کړې او پارلیمان یو داسې ډګر دی چې دلته هر غړي ته د بیان ورکولو اجازت وي.)

یاده دې وې چې د روانې میاشتې پر اتمه نېټه په کوټه کې په سیویل هسپتال کې یو ځانمرګې برید شوی وو چې پکې ګڼو وکیلانو په ګډون تر اویاو زیات کسان وژل شوي ول. محمود خان اچکزي د هغې پېښې په غبرګون کې د پارلمان ته په خپله وینا کې ویلي ول چې دا د پاکستان د سرکاري ایجنسو ناکامي ده.

XS
SM
MD
LG