د لاسرسي ځای

تازه خبر

د افغانستان د خپلواکۍ ۹۷مه کليزه په ننګرهار کې


د افغانستان د نورو ولایتونو په څېر په ننګرهار کې هم د افغانستان د خپلواکۍ د بيرته اخيستلو ۹۷ کليزه ولمانځل شوه چې پر دولتي چارواکي سر بيره په کې په زرګونو تنو ولسي وګړو هم برخه اخیستې وه.

د افغانستان د نورو ولایتونو په څېر په ننګرهار کې هم د افغانستان د خپلواکۍ د بيرته اخيستلو ۹۷ کليزه ولمانځل شوه چې پر دولتي چارواکي سر بيره په کې په زرګونو تنو ولسي وګړو هم برخه اخیستې وه.

د افغانستان د خپلواکۍ د بيرته اخیستلو ۹۷ کليزه چې د۱۳۹۵ یم لمريز کال د اسد د ۲۸ نیټه چې د پنجشنبې له ورځې سره برابره وه، په داسې حال کې ولمانځل شوه چې د تېرو څو اوونۍراهیسې د جلال اباد ښار څلور لارې او سرکونو په ملي بيرغونو او د خپلواکۍ د ګټوونکي غازي امان الله خان په تصویرونو ښکلي شوي ول.

په لومړي سر کې د ننګرهار والي د ولایتي ادارو د چارواکو په ملتیا د غازي امان الله خان مزار ته ورغلو او د هغه پر مزار يې د ګلونو د ګډيو د کېښودو تر څنګ د هغه روح ته دعا وکړه او بيا په رسمي توګه په شیرزي لوبغالي کې د جشن پرانسته وشوه، نوموړي په دې موقع په خپله وینا کې وویل:

(( د خپلواکۍ د اوه نوي يمې کليزې د یادونې له امله د افغانانو سترګې د سولې او ثبات لور ته اوړي، دغې هيلې ته د رسېدو لپاره بايد د غازي امان الله خان په پل قدم کېږدو. ستر غازي د افغانستان سوکالي، په علم، فرهنګ او هنر کې لټوله.))

د کابل پوهنتون استاد او په علمي او ټولنيزو چارو کې د ولسشمر سلاکار لال پاچا ازمون مشال راډيو ته وویل، د خپلواکۍ د ورځې لمانځل ځوان نسل د ازادۍ په مفهوم پوهوي او د ازادۍ د ساتلو درس ورکوي.

(( که دغسې مراسم جوړ شی، د دغسې د ازادۍ لمانځنه وشي، يوه ګټه يې دا ده چې ځوانانو ته درس ورکوي چې که ازادي د دوی د سرونو په نذرانه ګټل کېږي، نو ساته يې هم هنر دی.نو دغه هنر ورزده کوي. ترتیبات ډېر ښه وو. ولس په کې برخه اخیستې وه، تر ټولو مهمه خبره دا ده. نو چې ولس په کې برخه واخلي، ولس په کې خپل احساسات څرګند کړي، دا د ډېرې خوشالۍ ځای دی.))


د کابل پوهنتون استاد اسمعیل یون مشال راډيو ته وویل، د خپلواکۍ په جشن په ګڼ شمير کې د ولس ګډون زموږ ځوان نسل ته مثبت پيغام لېږدوي.​

(( په دې خاطر چې افغانستان د افراطی نظریاتو قرباني شوی و او ملي مفکورې ته صدمه رسیدلې وه. نو په همدې خاطر دا د ولس يو مثبت غبرګون دی کېږي، په ټول افغانستان کې او بيا به خاصه توګه په ننګرهار کې ورته خاص ترتیبات نیول شوي وو. هم حکومت، هم ولسونو او مدني ټولنو په کې د زړه له اخلاصه برخه اخیستې وه، نو ځکه سږکال د خاصې یادونې او ستاینې وړ دی.))

غازي امان الله خان په ۱۸۸۱ مکې د وخت د پاچا امیر حبیب الله خان په کور کې وزیږید، په ۱۹۰۳ م کال د عین دوله لقب ورکړل شو او په ۱۹۱۹ م کې يې له انګريزانو څخه خپلواکي اعلان کړه او تر ۱۹۲۸ م کال پورې د افغانستان پاچا و چې په خپله لس کلنه دوره کې يې اساسي قانون جوړ او نافذ کړ، ښوونځي او علمي تاسسیات يې جوړ کړل، د دولتي چارو لپاره يې نظامنامې جوړې کړې، بوديجه يې ترتیب کړه، لويې جرګې يې جوړې کړې، افغانستان ته د مرستو جلبولو لپاره يې اروپايي هېوادونو ته سفرونه وکړل او د پرمختګ لپاره يې دورازې پرانستې.

غازي امان الله خان په ۱۹۶۰ م کال د اپريل په ۲۵ مه په جلا وطنۍ کې په سویزرلینډ کې ومړ او د هغه له وصیت سره سم د همدې کال د مۍ په اومې نيټې په جلال اباد ښار امیر شهید بڼ کې د خپل پلار د مزار تر څنګ خاورو ته وسپارل شو.

XS
SM
MD
LG