د لاسرسي ځای

تازه خبر

قبایلي سیمو ته انټرنیت او موبایل سرویس غځول کېږي


د پاکستان وفاقي حکومت اعلان کړی چې په شمالي او جنوبي وزیرستان کې به تري جي انټرنیټ او موبایلفون سرویس پیلوي او بیا به یې د فاټا نورو سیمو ته هم غځوي. د حکومت په دې اعلان باندې د قبایلي سیمو ولس خوشالوي ښودلې او هرکلی یې کړی دی.

په اسلام اباد کې د انفارمېشن ټېکنالوجۍ او ټېلي کام وزارت لاندې ادارې یونیورسل سرویس فنډ په شمالي او جنوبي وزیرستان کې د ټو جي، تري جي موبایل او انټرنېټ سرویس شورو کولو د منصوبې منظوري ورکړې ده او وايې چې په دې لړ کې به په یو څو ورځو کې له فاټا سیکرېټریټ سره تړون یا لوظنامه لاسلیک کړل شي.

نن لهمشال راډیو سره په خبرو کې د یونیورسل سرویس فنډ یو چارواکي وویل چې د دې سرویس شورو کولو لپاره دوی ته پوځ د سیکوریټي لړ کې کلیېرینس ورکړی دی او په لومړي پړاو کې به په خېبر، مومند او باجوړ ایجنسۍ او په دویم پړاو کې به په شمالي او جنوبي وزیرستان کې د انټرنېټ او موبایل سرویس شورو کوي او دوی هیله کوي چې د روان کال تر پایه به پر دې منصوبه کار سر ته ورسويچې دا رنګ دا سیمې هم له ټېکنالوجي ګټه پورته کړي

له مشال راډیو سره په په خبرو کې د شمالي وزیرستان یو ځوان اکرام الله وویل دوی د حکومت له دې فیصلې ډېر خوشاله دي او په دې کې به زده کونکیو ته ډېره ګټه ورسي ځکه چې شمالي وزیرستان کې تر دې دمه انټرنیټ نشته او خلک یواځې په عام ټیليفونونو کار چلوي نو له دې به له خلکو سره په اړیکو کې اسانتیاوې ترلاسه شي.

یو بل ځوان رحمت الله مشال راډیو ته وويل چې د کډوالۍ په وخت کې دوی دلته په بنو کې له انټرنیټه ډېرې فایدې اخیستې نو اوس چې حکومت کوم اعلان وکړو نو دوی به په خپله سیمه کې هم له دې ګټه پورته کوي.

هم دا شان د شمالي وزیرستان یو بل مشر شاروف مشال راډیو ته وویل چې د دوی ډېر خلک په بهر ملکونو کې مېشت دي نو دوی به په اسانه له خپلو سره رابطې کوي خو که دا اعلان په ریښتیا عملي کړل شي.

کله چې مشال راډیو په دې اړه په پېښور کې د فاټا سیکرېټریټ له چارواکیو سره ټېليفوني رابطه وکړه نو هغوی له څه ویلو ډډه وکړه.

XS
SM
MD
LG