د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان حکومت کړې وعدې پوره نه کړې. فاټا سياسي اتحاد


نثار مومند وايي، چې د روانې مياشتې (اګست) په درويشتمه (۲۳) نېټه آل فاټا سياسي اتحاد په باچا خان مرکز پيښور کې خپله غونډه رابللې ده چې پکې به د راتلونکې لپاره کړنلار ټاکي.

آل فاټا سياسي اتحاد وايي چې د قبايلي سيمو له منتخبو پارلماني غړیو سره ژمنه کړې وه چې وزيراعظم نواز شريف به پر څوارلسم اګست فاټا اصلاحات اعلان کړي خو د آزادۍ پر ورځ د وزيراعظم لخوا هېڅ داسې اعلان ونه کړل شو.

د آل فاټا سیاسي اتحاد مشر نثار مومند مشال ريډيو ته وويل چې له تېر يوه کال راهیسې په فاټا کې د اصلاحاتو په باب خبرې روانې دي خو تر دې دمه څه عملي ګامونه پورته نه کړل شول نو دغه وجه ده چې فاټا سياسي اتحاد تېره مياشت اعلان وکړو چې د پاکستان آزادۍ ورځ به د تورې ورځې په توګه لمانځي.

د نوموړي په وينا چې د قبايلي سيمو منتخبو پارلماني غړیو هم ورته تېره مياشت وويل چې د آزادۍ ورځ دې د تورې ورځې په توګه نه لمانځي ځکه چې وزيراعظم نواز شريف به په څوارلسم اګست فاټا اصلاحات اعلانوي نو دا وجه وه چې دوی خپله فيصله بيرته واخیستله خو د وزيراعظم لخوا په ياده ورځ هېڅ اعلان ونه کړل شو.

د نثار مومند په وينا چې د فاټا منتخبو پارلماني غړیو ته پکار ده، د قبايلي سيمو ولس ته جواب ورکړي چې ولې يې له غلط- بيانۍ کار واخیستو؟

مشال ريډيو چې کله د خېبر اېجنسۍ د قامي اسمبلۍ له غړي شاه جي ګله وپوښتل، له سياسي اتحاد سره يې وعده کړې وه چې وزيراعظم به اصلاحات اعلانوي نو هغه څه وجه وه چې وزيراعظم دا اعلان ونه کړو نو به ځواب کې نوموړي وویلو حکومت هم دا پروګرام لرلو چې د آزادۍ پر ورځ به اصلاحات اعلانوي خو وجه يې د وزيراعظم ناروغي وه ځکه چې نوموړی دوه مياشتې له وطنه بهر و او ورته اصلاحات وړاندې نه کړل شو.

د نوموړي په وينا چې په روانه اوونۍ کې به وزيراعظم ته اصلاحات وړاندې کړل شي او امکان دی چې د راتلونکې مياشتې په شپږمه (۶) نېټه به دا اصلاحات اعلان کړل شي.

XS
SM
MD
LG