د لاسرسي ځای

تازه خبر

جنوبي وزیرستان ته د کډوالو ستنېدو وروستۍ لړۍ روانه ده


د جنوبي وزیرستان پولیټیکل اېجنټ ظفر الاسلام وايي، د کډوالو خپلو کورونو ته د ستنېدو اخرۍ لړۍ پیل شوې چې د روان کال تر پایه به سرته ورسېږي.

نوموړي د شنبې پر ماښام مشال راډیو ته وویل، له دې کډوالو سره د ستنېدلو په وخت ضروري مرستې هم کېږي.

((دا ۱۴مه مرحله ده چې تر ډسېمبره به روانه وي په دې کې چې څومره کورنۍ پاتې وي هغې به خپلو کیلو ته ستنېږي. له دغې کډوالو سره ۱۰ زره روبۍ د ټرانسپورټ ، ۲۵زره د یو کرونۍ په سر نورې نغدې مرستې او له هغې علاوه خوراک هم ورکول کېږي.))

ظفر الاسلام وویل: ((هغه کډوال چې کورونه یې په بشپړه توکه ړنک کړل شوي ورته څلور څلور لاکه او نوره هغو ته یو لاک ۶۰ زره روپۍ ورکول کېږي.))

په جنوبي وزیرستان کې د وسله والو خلاف د راه نجات په نوم پوځي عملیاتو له وجې شاوخوا ۱۴۰۰۰۰ زره کورنۍ بې کوره شوې وې.

XS
SM
MD
LG