د لاسرسي ځای

تازه خبر

مفتي قوي د قنديل بلوڅ د وژنې په قضيه کې نومول شوی


د پاکستان د پنجاب صوبې پوليسو په ټولنيزو مطبوعاتو کې د خپلو ويډيوګانو او عکسونو له وجې شهرت ترلاسه کونکې قنديل بلوڅ د وژنې په قضيه کې مفتي قوي نومولی دی.

د پنجاب د ملتان ضلعې مظفر اباد تاڼې يو چارواکي سعيد ګجر مشال راډيو ته وويل چې د مفتي عبد القوي نوم د قنديل بلوڅ پلار محمد عظيم لخوا پوليسو ته د ورکړل شوي درخواست له وجې په مقدمه کې شامل کړل شو.

د نوموړي په وينا د قنديل بلوڅ په وژنه کې د ملزم محمد وسيم او حق نواز سرهله مرسته کونکي ټېکسي ډرايور عبد الباسط څخه شوو پلټنو په رڼا کې هم د مفتي قوي نوم په مقدمه کې شامل کړل شو.

سعيد ګجر زياتوي چې تر دې دمه يې مفتي عبد القوي نه دی نيولی.

په دا وروستيو کې د قنديل بلوڅ د وژنې قضيې پلټنې کوونکې ډلې د مفتي عبدالقوي څخه د پوښتنو ګروېږنو لپاره يوه سوالنامه لېږلې وه چې په ځواب کې نوموړي ويلي و چې معلومات نه لري چې قنديل بلوڅ چا وژلې ده او نه هم د نوموړې تر وژنې وروسته يې د هغې د کورنۍ له غړو سره څه ډول اړيکه نيولې ده.

قندیل بلوڅ چې اصل نوم يې فوزيه عظيم و، د تيرې څه مودې راهیسې پر ټولنيزو رسنيو د خپلو ويډيوګانو او عکسونو لپاره مشهوره وه خو په دې وروستيوو کې يې د پاکستان د مياشتې ليدنې کمېټۍ له يو غړي مفتي عبد القوي سره يوه لانجمنه ويډيو او عکسونه مخې ته راغلل چې وروسته نوموړی له يادې کمېټۍ څخه هم لرې کړل شو.

قنديل بلوڅ د تېرې مياشتې په ۱۶مه نېټه خپل ورور محمد وسيم د غيرت په نوم ووژله او يوه ورځ وروسته پوليسو نوموړی په ډېره غازيخان کې ونيوی. وسيم د خپلې خور د وژنې په اړه رسنيو ته وويل چې په ټولنيزو رسنيو کې د هغې ويډيوګانې د دوی لپاره د شرم وړ وې او نه يې شول زغملی.

XS
SM
MD
LG