د لاسرسي ځای

تازه خبر

د افغانستان او پاکستان لپاره د داعش مشر ووژل شو


Pakistan -- A video grab shows the Islamic State leader for the so-called Khorasan State, Hafez Saeed (C) at an undisclosed location at the Pakistani-Afghan border, undated
Pakistan -- A video grab shows the Islamic State leader for the so-called Khorasan State, Hafez Saeed (C) at an undisclosed location at the Pakistani-Afghan border, undated

امریکايي او افغان چارواکي وايي په پاکستان او افغانستان کې د اسلامي دولت وسله والې ډلې مشر حافظ سعید خان تېره میاشت په یو هوايي برید کې وژل شو دی.

چارواکي زياتوي، نوموړی د جولایي پر ۲۶مه نېټه د پاکستان افغانستان پولې ته نږدې د ننګرهار په کوټ ولسوالۍ کې په يو هوايي برید کې ووژل شو.

په پاکستان کې د افغانستان سفیر حضرت عمر زاخیلوال رویټرز خبري اژانس ته ویلي دي چې افغان امنیتي ځواکونو ورته د اسلامي دولت د کومندان د وژنې پخلی کړی دی.

د حافظ سعید خان د وژنې خبرونه وړاندې هم راغلي وو. نوموړی د تېر ۲۰۱۵م کال په پېل کې هغه وخت د اسلامي دولت وسله والې ډلې د ((خوراسان ولايت)) مشر ونومول شو چې د پاکستانيو طالبانو يوې ډلې د داعش له مشر ابوبکر البغدادي سره بيعت ژمنه وکړه.

په خوراسان ولايت کې افغانستان، پاکستان او د ګاونډيو هېوادونو ځينې سيمې شاملې دي.

XS
SM
MD
LG