د لاسرسي ځای

تازه خبر

 “له پاکستانه ترهګري او ستختدریځي ختمول غواړو”


د پاکستان سياسي او عسکري مشرټابه د ترهګرۍ مخنیوي لپاره جوړې کړل شوې په قامي ګړنلاری ( په نېشنل اېکشن پلان ) د لا عملي کولو لپاره د يو اعلا پايې ډلې په جوړولو اتفاق کړی دی.

د زيارت په ورځ په وزیراعظم هاوس اسلام اباد کې د وزير اعظم نواز شريف په مشرۍ کې د ترهګرۍ مخنيوي لپاره د نېشنل ايکش پلان جاج اخېستو يوه مهمه غونډه وشوه۔

په دې غونډه کې په دې اړه خبرې وشوې چې له هېواده به ترهګري اوسختدريځي ختمول کېږي۔

په دې غونډه کې دا فيصله وشوه چې ترهګرۍ مخنېوي او په ملک کې امن راوستو په لړ کې په قامي کړنلاری عمل درآمد يقيني کولو لپاره به يوه خصوصي ډله يا مانيټرنګ ټاسک فورس جوړولې شي۔

په دې کې به د وفاقي او صوبايي متعلقه ايجنسيانو او د وفاقي او صوبايي حکومتونو غړي شامل وي۔

د غونډې په موقع د پاکستان وزير اعظم نواز شريف وينا وه چې په ملک کې ترهګرۍ ختمولو او امن راوستو لپاره به هر ممکنه ګامونه پورته کېږي۔

وزير اعظم په دې لړ کې اعلي چارواکو ته هدايت وکړو چې پر قامي ګړنلارې موثره عمل درآمد لپاره دي هر کوښښ وکړل شي۔

د وزير اعظم وينا وه چې امن رواستو او قامي مفاداتو په لړ کې استخباراتي ادارو خپل مهمه کردار لوبولی او حکومت به هره مرسته ورسره کوي.

XS
SM
MD
LG