د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستانۍ هېليکوپټرې عمله خوندي ده


پاکستان وایې چې په افغانستان کې د پنجاب صوبې د هېليکاپټرې برمته شپږو کسانو درک لا هم نه دی څرګند خو وايي چې خوندي دي.

د زیارت په ورځ د پاکستان خارجه چارو دفتر ویاند نفیس زکریا اونیزې خبري غونډې ته ووېل چې دې لړ کې د افغانستان چارواکو سره خبرې روانې دي او پاکستان ته یې باور ورکړی دی چې د عملې خوشېکولو لپاره کوششونه روان دي.

”د پاکستان خارجه وزارت د پېښې سمدستي پس په کابل کې د پاکستان سفارت او په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت د لارې د هېليکاپټرې درک مالومولو او د عملې راخوشېکولو په اړه د افغانستان له چارواکیو سره رابطه کړې وه. په کابل کې زموږ سفیر مسلسل د افغانستان د قامي سلامتیا مشیر او خارجه وزارت سره رابطه کې دی. د افغانستان چارواکو لخوا موږ ته ویل شوي دي چې عمله خوندي ده، هغوی موږ ته باور راکړی چې د عملې خوشېکولو لپاره د سیمې مشرانو په مرسته کوششونه کوي. خارجه وزارت به د عملې تر خوشېکېدو پورې کوششونه جاري ساتي. “

چارواکي وایې د پنجاب صوبې اېم ایې ۱۷ هېلي کاپټر د روانې میاشتې په څلورمه نېټه د افغانستان لوګر ولایت کې بېړنې ناسته وکړه او د عملې شپږ کسان چې یو پکې د روس ټېکنیشن وو ، طالبانو یرغمل کړې دي.

د پاکستان خارجه وزارت په وېنا چې دا هېلي کوپټر د افغانستان له لارې ازبکستان او بیا د هاغه ځایې نه روس ته هم د دې هېلي کاپټر ترمیمي کار لپاره روان وو.

دې لړ کې د پاکستان پوځ مشر جنرل راحیل شریف د افغانستان ولسمشر سره رابطه هم کړې وه.

د افغانستان ولسمشر امنیتي چارواکو ته امر کړې وو چې یرغمل شوې کسان دې د طالبانو له ولقې راخوشې کړې شي او یو پلاوې ته یې هم د دې پېښې د تحقیقاتو هدایت کړې دې.

د افغانستان د لوګر ولایت یو مشر چې د دې عملې د خوشې کولو لپاره طالبانو سره رابطه کې دې ، د ازادي اروپا افغان څانګې ته یې ویلي چې تر څو دا شپږ کسان راخوشې شوې نه وي نو خپلې هڅې به جاري ساتي.

د ده په وېنا چې د عملې خوشې کولو لپاره به د دې خبرې مثبتې نتیجې راوړي.

طالبانو د دغه شپږو کسانو د خوشې کیدو په لړ کې ځیني شرطونه هم اېښې دي خو جزیات یې لا مخې ته نه دې راغلي.

XS
SM
MD
LG