د چارواکو په وینا، د دې کنفرانس هدف هغو هېوادونو ته د مولانا اصلي پیژندګلو او پلرني ټاټوبي څرګندول دي چې په یونیسکو کې یې د هغه د هنري اثارو د ثبت مسئله راپورته کړې وه.
د دې کمیسیون غړي ذبیح الله احساس د سېشنبې په ورځ مشال راډیو ته وویل چې د راتلونکي میاشت په لومړۍ اوونۍ کې به د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزارت له خوا د اقتصادي همکاریو د نړیوال سازمان او د بلخ ولایت په مرسته د مولانا جلال الدین بلخي رومي د ژوند او هنر د پېژندنې لپاره نړیوال کانفرانس کېږي.
د اقتصادي همکاریو نړیوال سازمان"ایکو" چې په بلخ کې یې د مولانا د ژوند اوهنر په اړه د نړیوال کنفرانس د جوړیدو ملاتړ کړی د افغانستان، پاکستان، ترکیې او اذربایجان په ګډون لس غړي لري.
په بلخ کې په دې نړیواله غونډه کې به د ایکو د غړیو هېوادونو استازي برخه واخلي.
ایران او ترکیې څو میاشتې مخکې، هڅه وکړه چې د مولانا هنري اثار د ملګروملتونو د تعلیمی، ساینسي او فرهنګي چارو په ادارې [یونسکو] کې د ځان په نوم ثبت کړي خو افغانستان اعتراض وکړ.