د لاسرسي ځای

تازه خبر

کوټه روغتون: په ځانمرګي برید کې د مړیو شمېر ۴۰ شو


د کوټې ښار په لوی سرکاري روغتون ګې یوه ځانمرګي بم بريد او ورپسې ډزو کې د وژلو شوو کسانو شمېر څلوېښتو ته رسېدلی دی خو ګڼې رسنۍ دغه شمېره زياته ښيي.

د بلوچستان کورنیو چارو وزير سرفراز بګټي مشال راډیو ته ويلي دي چې د وژل شویو کسانو شمېر شل دی خو اې پي او رويټرز خبري اژانس بيا د پوليسو له خولې وايي، په ځانمرګي برید کې او ډزو کې څه باندې دېرش تنه وژل شوي دي.

رسنۍ وايي په وژل شویو کې دوه خبريالان هم دي. د مشال راډيو خبريال ایوب ترین وايي، نن سهار نژدې نهه بجې لومړی د بلوچستان وکيلانو اتحاديې مشر بلال کاسی له خپله کوره له وتو سره سم ووژل شو. کله چې د هغه مړی روغتون ته یووړل شو نو وروسته د کوټې په لوی روغتون کې هلته پر راټولو خلکو چې ډېری یې وکیلان ول ځانمرګی برید وشو چې خواوشا ۵۳ تنه پکې وژل شوي او تر ۳۰ زیات ژوبل شوي دي.

په وژل شویو او ژوبلو کې زياتره وکيلان دي.

XS
SM
MD
LG