د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ازرې-خاکجبار د لويې لارې قوماندان د خپلو څلورو ملګرو سره ووژل شو


د لوګر ولایت چارواکي وايي، چې د ازرې او خاکجبار د لويې لارې د ساتنې قوماندان د خپلو څلور نورو ملګرو سره د ماین په چاودنه کې وژل شوی دی.

د شنبې په ورځ د لوګر د والي ویاند سلیم صالح مشال راډیو ته وویل، چې د ازرې-خاکجبار د لويې لارې د ساتنې د عامه نظم د پولیسو قوماندان سمونیار عبدالستار او څلور ساتونکي يې د جمعې ورځې ناوخته د ځای پر ځای شوي ماین په چاودنه کې ووژل شول.

ده وویل، د عامه نظم پولیسو پسې چاودنه د ازرې ولسوالۍ په عمرکلي کې شوې ده.

د لوګر د والي ویاند زیاته کړه، چې د عامه نظم د پولیسو قوماندان د کابل د خاکجبار له ولسوالۍ ازرې ته په لاره وو، چې د دولت د وسلوالو مخالفینو له لوري د ځای پر ځای شوي ماین چاودنه پرې وشوه او ټول پنځه پوځیان په کې ووژل شول.

د لوګر د والي ویاند وړاندې وايي، د ازرې او د کابل د خاکجبار د ولسوالۍ تر منځ لاره تېر کال د ټولګټو او دفاع وزارتونو لخوا په ګډه جوړه شوې ده.

نوموړی زیاتوي د یادې لارې امنیت د خاکجبار په سیمه کې د ملي اردو ۱۱۱ مه فرقه او د ازرې په سیمه کې د عامه نظم پولیس پر غاړه لري.

د لوګر مرکز ته د ازرې ولسوالۍ لاره د خوشي او دو بندي د سیمې تېره شوې، خو د امنیتي ګواښونو او ماینونو له کبله پرې دوامداره تګ او راتګ نشته.

XS
SM
MD
LG