د لاسرسي ځای

تازه خبر

ملک نثار علي خان: د شمالي وزیرستان کډوال د حکومت پر وعدو باور نه لري


د شمالي وزیرستان بې کوره کړل شوي خلک د ځان ثبتونې پر مهال
د شمالي وزیرستان بې کوره کړل شوي خلک د ځان ثبتونې پر مهال

د پاکستان د قبایلي او سرحدي چارو وزارت وايي ، له شمالي وزیرستانه بې کوره کړل شوي خلک به د روان کال تر پایه خپلو کورونو ته ستانه کړي. د کډوالو د ستنولو چارې پر غاړه لرونکې اداره وايي ، دا نېټه بلکل هتمي ده او دوی به عمل ورباندې کوي. خو د بې کوره کړل شوو خلکو مشران وايي ، داسې وعدې تر دې وړاندې هم ورسره شوې دي او دوی نور د حکومت پر وعدو باور نه لري.

پراګ: د پاکستان د قبایلي او سرحدي چارو وزیر عبدالقادر بلوڅ د سېشنبې په ورځ یو ځل بیا اعلان کړی چې له شمالي وزیرستانه بې کوره کړل شوي خلک به د روان کال تر پایه خپلو کورنو ته ستانه کړي.

د دې بې کوره کړل شوو خلکو د ستنولو او هغوی ته په خپلو سیمو کې د اسانتیاوو برابرولو چارې په قبایلي سیمو کې د قدرتي افتونو د انتظامي ادارې پر غاړه دي.

د دې ادارې مشر فیاض علي شاه وویل ، داځل حکومت وروستۍ پرېکړه کړېده او دوی د کډوالو ستنولو ته پوره تیاري لري.

نوموړي وویل ، حکومت چې څنګه اعلان کړی دی له دې سره به سم هغه ټول کډوال د روان کال تر پایه خپلو سیمو ته ستانه کړو کوم چې ستنېده غواړي.

فیاض علي شاه وویل ، حکومت پر هغو کډوالو فشار نشي اچولای چې په خپله خوښه یې د خیبر پښتونخوا او یا پاکستان په نورو ښارونو کې ژوند پیل کړی دی.

خو د شمالي وزیرستان د بې کوره کړل شوو خلکو د جرګې مشر ملک نثار علي خان د حکومت د دې اعلان په اړه وویل ، له دوی سره داسې وعدې پخوا هم شوې دي خو عمل نه در ورباندې شوی.

د ملک نثار علي خان په وینا ، بې کوره کړل شوي خلک اوس پر داسې وعدو چندانې ‌باور نه لري.

ده وویل ، څه باندې دوه نیم کاله وشو چې د حکومت او پوځ له خوا له موږ سره هم داسې وعدې کېږي خو عمل نه وریاندې کوي.

ملک نثار علي خان زیاته کړه ، کله د خیبرپښتونخوا ګورنر اعلان وکړي ، کله د سرحدي چارو وزیر عبدالقادر بلوڅ اعلان وکړي او کله د پوځ مشر جنرال راحیل شریف اعلان وکړي خو خلک اوس پر دې وعدو بې باوره شوي دي.

په قبایل سیمو کې د قدرتي افتونو د انتظام د ادارې مشر فیاض علي شاه وویل ، دوی تر اوسه شاوخوا څلور شپېته فیصده کډوال ستانه کړي دي.

ملک نثار علي خان وویل ، په دې لېږل شوو کورنیو کې ډېرې بیرته له دې کبله راغلې دي چې حکومت د کرایې له پیسو ورکولو پرته په خپلو سیمو کې ورته هیڅ اسانتیاوې نه دې برابرې کړې.

ملک نثار علي خان وویل ، بې کوره کړل شوي خلک اوس فکر کوي چې له ضرب عضب څخه ضرب ډالر جوړ شوی دی او حکومت یوازې د دوی پر سر پیسې اخلي خو د دوی خیال ورسره نشته.

د یادونې وړ ده چې په شمالي وزیرستان کې د پاکستاني پوځ عملیات له تېر څه باندې دونیم کالو راهسې روان دي چې له کبله یې تر لس لکه زیات خلک بې کوره کړل شو.

په دې بې کوره کړل شوو څه باندې یو میلیون خلکو کې زیات د خیبر پښتونخوا په بنو او د ډیورنډ کرښې بلې غاړې ته د افغانستان په خوست ولایت کې مېشت دي.

XS
SM
MD
LG