د لاسرسي ځای

تازه خبر

سوات کې ناموسي وژنې ولې زیاتې شوې


د خیبر پښتونخوا په سوات کې د ښځو ناموسي وژنو پېښې ډېرې شوي دي او د ښځو حقونو د فاع کوونکي وايي، د سږني کال په تېرو اوو میاشتو کې د دوو سړو په ګډون دوودېرش ښځې وژل شوي دي.

په مینګوره کې د اویکننیګ The Awakening (بېدارۍ) په نوم د یوې ادارې مشر عرفان حسېن بابک وايي، په سیمه کې د خرابې اقتصادي وضعې، د ښځو حقونو خونديکولو په اړه د قانون نیشتوالي، او جنګ جګړو له کبله ټولنه ډېره اغیزمنه شوې ده او د زړو روایتونو او نوي دور د ټیکنالوجۍ تر مینځ د ټکراو له کبله د ښځو حقونه له خطر سره مخامخ شوي دي.

د ښځو او ماشومانو د حقونو یوه بله دفاع کوونکې نیلم ابرار چټان وايي، اوس هم په سیمه کې ماشومانې جینکۍ وادول کېږي او په ډېرو موقعو د غیرت په نوم وژنو ته د ځانوژنې نوم ورکول کیږي.

په خیبر پښتونخوا کې د پاکستان بشري حقونو کمېشن استازی او د قانوني چارو پوه شېرمحمد خان وايي، ځینې مذهبې ډلې داسې تعلیمات خوروي چې په نتیجه کې يې پر ښځو تشدد ته لار هوارېږي. لکه د بېلګې په توګه د پاکستان اسلامي نظریاتي کونسل هم په دا وروستیو کې خلکو ته ویلي ول چې تاسو خپلو مېرمنو ته لاس اچولای شئ.

د ښځو حقونو دفاع کوونکي پر پولیسو تور لګوي چې قانون نه عملي کوي او اکثره د کور کلي په کچه معامله هواره وي او ملزمان عدالت ته نه وړاندې کوي.

خو په سوات کې د مټې تاڼې مشر پولیس چارواکی انورخان وايي، پولیس په هر حال کې هڅه کوي چې قانون عملي کړي او د غیرت په نوم د وژنو مخنیوی وکړي.

د یوې غیرسرکاري ادارې د څېړنو له مخې په تېرو دوو کالو کې په سوات کې د غیرت په نوم د وژنو پېښې ډېرې شوي دي او په دوه زره پنځلسم کال کې د غیرت په نوم څلور شپیته ښځې وژل شوې دي.

XS
SM
MD
LG