د لاسرسي ځای

تازه خبر

چین غواړي افغانستان شپږمه څلور اړخیزه غونډه کې ګډون وکړي


رپورټ: ناجیه ساپۍ (د ازادۍ راډیو خبریاله)

کابل - سره له دې چې پوهان د افغانستان سولې بهیر د تېرو څلور اړخیزه غونډو څه نتیجه نه ویني، خو چین ته تللی نا دولتي افغان پلاوی وایي، چیني چارواکي هڅه کوي د افغانستان د سولې په اړه په شپږمه څلور اړخیزه ناسته کې ګډون وکړي.

د دغه پلاوي یوه غړي او د کابل پوهنتون استاد فیض محمد ځلاند چې د سولې او جګړې د مرکز له لوري چین ته تللي وو ، پر یکشنبې مشال راډیو ته وویل، بیجنګ غواړي د افغانستان د سولې په پروسه کې څرګند رول ولوبوي.

((چین غواړي پاکستان وهڅوي چې هغه ژمنې چې کړې یې دي عملي کړي او هم د افغانستان له حکومته غواړي چې دغو بحثونو ته دوام ورکړي. کومې هڅې چې چین هېواد کوي حتماً به نیتجه ورکړي ځکه کوم سوله ییز سیاستونه چې چین مخې ته کوي په هغه کې افغان حکومت او عام وګړي ورسره مرسته کوي.))

ځلاند وویل د افغانستان حکومت د دې لپاره چې پاکستان په تېرو څلور اړخیزه ناستو کې په خپلو ژمنو عمل نه دی کړی، نه غواړي چې د سولې په اړه په راتلونکي څلور اړخیزه ناسته کې چې تمه ده په اسلام اباد کې جوړه شي، ګډون وکړي.

له بلې خوا رویترز خبرې اژانس د طالبانو د یوې سرچینې له قوله ویلي چې د جولای له ۱۸مې تر ۲۲مې د شېر محمد عباس ستانکزي په مشرۍ د طالبانو یو پلاوی د چین د رسمي بلنې پر اساس هغه هېواد ته ورغلی وو.

دغه اژانس وایي، یاد پلاوي له چیني چارواکو سره د افغانستان روان وضیعت او په دغه هېواد کې د بهرنیو اتباعو د حضور په اړه خبرې کړې دي.

تر اوسه د افغانستان د سولې بهیر بیا پیل په موخه، د افغانستان ، پاکستان، چین او امریکا پینځه څلور اړخیزې ناستې شوې دي.

افغانستان په دې مرحله کې له پاکستانه تمه نه لري چې افغانستان ته سوله راوړي بلکه کوم انتظار چې یې درلود هغه دا وو چې پاکستان په څلور اړخیزه ناسته کې په شویو ژمنو عمل وکړي
شکېب مستغني

د افغانستان حکومت پاکستان ملامتوي چې په دغو ناستو کې په خپلو ژمنو عمل نه دی کړی.

په همدې حال کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایي، افغانستان د چین د مرستو مننه کوي.

د وزارت ویاند شکېب مستغني وايي، کابل ټينګار کوي چې تر هغې چې پاکستان د تېرو ناستو په ژمنو عمل و نه کړي د دا ډول ناستو ترسره کېدل به ګټور نه وي.

((لکه څنګه چې د افغانستان جمهور رییس په دې وروستیو کې په واضح ډول وویل چې افغانستان په دې مرحله کې له پاکستانه تمه نه لري چې افغانستان ته سوله راوړي بلکه کوم انتظار چې یې درلود هغه دا وو چې پاکستان په څلور اړخیزه ناسته کې په شویو ژمنو عمل وکړي.))

مستغني همداراز وویل، پاکستان په څلور اړخیزه ناسته کې ژمنه کړې وه چې د هغو وسله والو طالبانو پر وړاندې به اقدام وکړي چې سوله نه غواړي، خو وایي تر اوسه پاکستان پدې ژمنې عمل ندی کړی.

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني هم له دې وړاندې ویلي چې له پاکستانه نه غواړي چې طالبان دې د سولې مېز ته حاضر کړي بلکې دغه هېواد باید په خپله خاوره کې د وسله والو مخالفینو ځالې له منځه یوسي.

XS
SM
MD
LG