د لاسرسي ځای

تازه خبر

کونړ: د سړک غاړې بم چاودنه، قومي مشر ژوبل شوی


خبریال: روح الله انوري، ازادي راډیو، کونړ

اسعد اباد - د یکشنبې پر ورځ د کونړ په ناړۍ ولسوالۍ کې د ماین چاودنه کې د یو قومي مشر په ګډون درې تنه ټپیان شوي دي.

د کونړ امنیه قوماندان مل پاسوال عبدالحبیب سیدخېل مشال راډیو ته وویل حاجې مرسلین د ولسوالۍ له مرکز څخه د خپل کلي په لور روان و چې د شاه مسیر په خوړ کې پرې دسرک پرغاړه ځاي په ځاي شوی ریموټ لرونکی ماین چول شوی

((یو ماین تروریستانو د ناړۍ ولسوالۍ په سرک کې ښخ کړی وو چې په یو سراچه موټر چول شوی او پکې درې تنه ټپیان شوي په ټپيانو کې قومي مشر حاجي مرسلین هم شامل دی . د پیښې ځای ته په وخت امنیتي ځواکونه رسېدلي. ملي اردو ټپیان د څرخي الوتکي په وسیله د ۲۰۱ سېلاب قل اردو روغتون ته رسول شوي دي او ډاکټرانو يي روغتیايي حالت ښه ښودلی.))

قومندان وايي د پېښې په تړاو تراوسه څوک نه دي نیول شوي خو په سیمه کې پلټنې روانې دي چې څو د چاودنې اصلي عاملین ونیول شي.

د ولایتي شورا منشي حاجي شېرزمین خان وايي څوک چې قومي مشران په نښه کوي هغوي غواړي چې دې سره دقومونو یووالی او قوت له منځه یوسي

((د دښمن موخې هم همدا دي چې په کوم مشر پنځه کسان راټولېږي او خبره یي منل کیږي. هغه له منځه وړي ماینونه ورته ايښودل کیږي او یا هم پرې بریدونه کېږي.))

تراوسه یوې وسله والې ډلې دیادې چاودنې مسولیت په غاړه نه دی اخستی.

XS
SM
MD
LG