د لاسرسي ځای

تازه خبر

بلوڅ فعالان وايي ، نړۍ دې د بلوچستان حالاتو ته پام وکړي


بلوڅ فعالان د جرمني په یو ځنګل کې د مزل پر مهال (عکس: نوبت مری)
بلوڅ فعالان د جرمني په یو ځنګل کې د مزل پر مهال (عکس: نوبت مری)

بېبګر بلوڅ وویل ، موږ د بشري حقونو له سازمانونو غواړو چې د بلوڅو ملاتړ مه کوئ خو یوازې په بلوجستان کې روان حالات په بې طرفه توګه وڅېړئ

پراګ: د بشري حقونو بلوڅ فعالانو په جرمني کې د دې لپاره یو لانګ مارچ پیل کړی دی چې په بلوچستان کې تاوتریخوالي ته د نړۍ پام ور واړوي. دوی وايي ، نړۍ دې د بلوچستان حالات په بې طرفه توګه وګوري چې هلته څه روان دي.

د دې لاریون مشري کوونکی فعال بېبګر بلوڅ د جمعې په ورځ مشال راډیو ته وویل ، موږ د جرمني له ډوسیلډورف ښاره روان شوي یو ، تر اوسه مو شاوخوا درې سوه کلومیټره پر پښو تګ کړی دی او تر پنځلسو ښارونو را تېر شوي یو. اوس هم دوه نیم درې سوه کلیومیټره مزل پاتې دی او په دې کې بو موږ تر اتو نورو ښارونو تېر شو چې برلن ته ورسېږو.

بېبګر بلوڅ برلن ته له رسېدو وروسته د خپل پلان په اړه وویل ، په برلن کې به موږ د پارلمان مخې ته مظاهره کوو ، هلته به د بشري حقونو نړیوالو سازمانونو ته د بلوچستان په اړه یاداښت وړاندې کوو. هغوی ته په ډاګه کوو چې د پاکستان پوځ بلوچستان کې خلک تښتوي ، شکنجه کوي ، وژني او بیا یې خراب کړل شوي مړي غورځوي.

دا چې دوی په دې اړه څه ثبوت او مالومات لري ، نوموړي زیاته کړه ، تر اوسه تر شل زره زیات بلوڅان تښتول شوي دي. شاوخوا شپږ زره بلوڅان تر وژلو وروسته غورځول شوي دي. یو سل اتیا ته نژدې ډله ییز قبرونه میندل شوي دي.

بېبګر بلوڅ په جرمني کې له دې لاریون او په برلن کې له مظاهرېد خپل هدف په اړه مشال راډیو ته وویل ، موږ نور هیڅ نه غواړو. موږ د بشري حقونو له سازمانونو غواړو چې د بلوڅو ملاتړ مه کوئ خو یوازې په بلوجستان کې روان حالات په بې طرفه توګه وڅېړئ او د هغه په اړه سپینه او څرګنده خبره وکړئ.

دې ته ورته دریځ د ورک کړل شوو بلوڅان سازمان هم لري خو د پاکستان مرکزي حکومت ، پوځي چارواکي او آن تر دې چې د بلوچستان خپل صوبايي حکومت دا نه مني او وايي چې دا یوازې تورونه دي.

په بلوچستان کې که څه هم د پاکستان له جوړېدو راهسې وخت ناوخته د ازادۍ غورځنګونه شوي دي خو دې لړۍ له هغه وروسته ډېر زور واخیست چې کله د ۲۰۰۶م کال د اګست پر ۲۶مه نېټه د پاکستان پوځ نومیالی بلوڅ ملت پال نواب اکبر خان بګټی په هوايي بمبارۍ کې وواژئ.

XS
SM
MD
LG