د لاسرسي ځای

تازه خبر

په خوست کې ۲۴۱ پولیسو مسلکي زده کړې ترلاسه کړې


د چارشنبې په ورځ په خوست کې د پولیسو له روزنیز مرکز څخه تر دوه میاشتنیو مسلکي زده کړو وروسته ۲۴۱ پولیس فارغ او د پوځي خدمت لپاره د مرکز او ولسوالیو امنیه قوماندانیو ته وروپېژندل شول.

د خوست پوځي چارواکي وايي، مسلکي پولیس له یوې خوا خپلې دندې په ښه ډول ترسره کوي او بل لوري ته په خپل قانوني او نیک چلند سره د ولس همکاري هم حاصلولای شي.

د خوست پوځي چارواکو، مدني فعالانو او دیني عالمانو د پولیسو وغوښتل، چې د خلکو ستونزو ته په وخت رسیده ګي وکړي او د رښتیني او صادقانه خدمت له لارې د خلکو ډېر ملاتړ لاسته راوړي.

دوی یادې څرګندونې د خوست د پولیسو د روزنیز مرکز څخه د ۲۴۱ فارغینو د سوګند پورته کولو په مراسمو کې پولیسو ته وکړې.

د خوست امنیه قوماندان مل پاسوال فیض الله غیرت وویل، چې د مسلکي زده کړو په ډېریدو سره د پولیسو په لیکو کې د ځاني تلفاتو کچه ټیټه شوې او د خلکو همکاري هم ورسره زیاته شوې ده.

جنرال غیرت نویو فارغینو څخه په ټېنګار غوښتنه وکړه، چې خلکو سره لاښه سلوک غوره کړي، تر څو ولسي باور ورباندې ډېر شي او د امنیت په ټېنګښت کې د نورو هېوادونو په شان ولسي همکاري دوی ته حاصله شي.

خوست امنیه قوماندان مل پاسوال فیض الله غیرت زیاته کړه:

((زموږ د نظامي او تعلیمي مرکز نه نن په یوولسمه دوره کې ۲۴۱ نفره د خپلو خلکو او ټولنې خدمت ته وړاندې شول، پدط زده کړو سره به پولیس نور هم پیاوړی شي، خپلو خلکو او دولت ته به د خدمت کولو جوګه وګرځي، پولیسو ته مې امر دادی چې د خلکو سره د زده شویو تعلیماتو سره سم ښه چلند وکړي، خلکو ته وښيي چې زه د دې وطن صادق، رښتینی او وفداره بچی یم.))

د خوست یو تن دیني عالم او د مجاهدینو د شورا مشر مولوي سردار ځدراڼ سرتیرو ته وویل، چې دوی تر ټولو مهم دیني او هېوادنۍ مسوولیت پر اوږو اخیستی.

ده وویل قومي مشران، مجاهدین او دیني عالمان د خپلو افغان ځواکونو تر خوا ولاړ دي.

مولوي سردار ځدراڼ زیاته کړه:

((تاسو سربازان کولای شئ چې د ټولنې د افرادو هر تکلیف ته رسیده ګي وکړئ، تاسو فرض کړئ چې دا ټولنه ستاسو یو فامیل دی، دا افغانستان ستاسو د ټولو یو کور دی، څنګه چې د خپل کور او اولاد لپاره خدمت کوئ، داسې د دې ولس او هېواد لپاره خدمت پر ځان فرض وګرځوئ، تاسو ته وایم چې د علماوو، مجاهدینو او قومي مشرانو ملاتړ ستاسو سره دئ، په هر ګام کې به ستاسو سره وي او ستاسو سره به په څنګ کې وي.))

د پولیسو د روزنیز مرکز څخه دوه تنو فارغو شویو ځوانانو خپل احساسات داسې په ډاګه کړل:

((نوم مې رييس دی، د پولیسو د تعلیمي مرکز نه اوس فارغیږو، موږ به خپل افغانستان ته خدمت کوو، په کلکه به د خلکو امنیت نیسو، افغانستان زموږ کور دی او ساتنه يې پر موږه فرض ده، باید په ګډه هېواد جوړ کړو.

۲-کرب الدین نومیږم د سپیرې ولسوالۍ اوسیدونکی یم، انشاالله زه به دا خپله وینه له وطنه نه سپموم، موږ د استادانو لخوا ډېره سالمه روزنه لیدلې ده، موږ به د سرونو په بدله خپل هېواد او خلکو ته خدمت کوو.))

د یادونې وړ ده په خوست کې د پولیسو له روزنیز مرکز څخه تر اوسه په یوولسو دورو کې ۱۰۲۵ سرتیري فارغ شوي دي.

که څه هم د امنیه قوماندانی چارواکي په یاد ولایت کې د پولیسو تشکیل لږ ښيي، خو بل لوري ته ویل کیږي چې پدې ځای کې هم سلګونه پولیس د حکومتي چارواکو، وکیلانو او مطرحو کسانو د امنیت لپاره توظیف شوي او پدې توګه، پر خپل وخت د وظایفو د اجراء لپاره د پولیسو کمښت موجود دی.

XS
SM
MD
LG