د لاسرسي ځای

تازه خبر

د سرخرود بټيو کې په درنو کارونو بوخت ګروي ماشومان


د ننګرهار سرخرود ولسوالۍ اړوند د خښتو په بټيو کې په لسګونه کورنۍ ګرو یا ګاڼه دي چې د نارینه وو تر څنګ یې ښځې او ماشومان هم په درنو کارونو بوخت دي.

د ننګرهار سرخردو ولسوالۍ کې په لسګونه کورنۍ له خپلو کم عمره ماشومانو سره د خښتو په بټيو کې له اوږدو کلونو راهيسې په درنو کارونوله بوختېدو سره سره له بنیادي سهولتونو څخه محروم دي.

د ننګرهار د کار او ټولنيزو چارو رياست چارواکي وايي چې له دې وروسته به هغه ماشومان چې عمرونه يې تر څوارلسو کلونو کم وي، په بټيو کې به ترې د کاریګر په توګه نه اخيستل کېږي.

د ننګرهار کار او ټولنيزو چارو رياست چارواکي وايي چې د بټيو مالکانو دغو کورنیو ته په خپله ځمکه کورونه جوړ کړي چې د هرې کوټې په سر باید ۱۰۰۰ خښتې واچوي،د دغه ریاست مشر عبدالحکیم شېرزاد مشال راډیو سره په خبرو کې وویل:

''لوی مشکل چې موږ درک کړی و، هغه دا و چې د بټيو مالکانو خوا په دوی ايښودل شوی و چې د يوې کوټې په بدل کې باید زر خښتې برابرې کړي، همدا رنګه د کورنيو ځینې مجبوریتونه او د ماشومانو په وړاندې بې تفاوته پاتې کیدل وو، تعلیمي خدماتو په ساحه کې کموالی و، او روغتیایي خدماتو ته یې لاسرسی محدود و.''

ښاغلی شېرزاد وايي چې د يوې کاناډايي موسسې په مرسته به دوی دغو کاریګرو ماشومانو ته ښوونځی، کلینیک او خوراکي توکي برابروي.

''د واکچر کاناډا په همکارۍ مو دوه دوستانه مرکزونه ایجاد کړل چې په دغه مرکزونو کې به د ماشومانو ښوونه، روزنه، تغذیه او هغه لومړني ایجاینټ کيټونه هم دوی ته توزیع کيږي چې دا ساحې به د همدې کورنیو، د کارګرانو د اتحادیې او د بټيو د مالکانو له خوا ورته تثبیتیږي او پر مخ به ځي.''

د کار او ټولنیزو چارو ریس عبدالحکیم حکیم شېرزاد وايي چې د بټيو له مالکانو او د کارګرانو له اتحاديې سره يې يو قرارداد لاسلیک کړ چې د هغې په اساس به له دې وروسته د بټيو مالکان دا حق ونه لري چې تر څوارلسو کلونو کم عمره ماشومانو باندې کار وکړي.

''د کاریګرو اتحادیې موږ ته تعهد وسپارلو، په تعهد کې دا و چې د څوارلس کلونو پورې عمر لرونکو باندې به موږ قطعی کار نه کوو، ښوونځي ته به يې ليږو، د څوارلس کلونو پورته عمر لرونکو هلکانو باندې به پس له وخته کار کوو، او سپک کار به پرې کوو.''

دیوايي چې دوی د ماشومانو د ساتنې په خاطر يې یوه شبکه فعاله کړې چې د دغه ولسوالۍ د امنیه قوماندان، د امنیت مدیر، څارنوال، د پوهنې ریاست استازی او د روغتیا استازی يې غړی ټاکل شوي دوی د بټيو څخه به څارنه کوي، چې له ماشومانو څخه په کې کار وانه خیستل شي.

XS
SM
MD
LG