د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کراچۍ ځوانانو د پښتنو کلتوري ورځ ولمانځله


په کراچۍ کې بېګا شپه پښتانه ځوانان په لوی شمېر کې راغونډ شوي ول او د پښتنو کلتوري ورځې په نوم يې يوه دستوره وکړه چې پکې اتڼونه او ملي سندرې وويل شوې.

دا دستوره د پښتنو زده کوونکیو سازمان [پښتون سټوډنټس فېډرېشن] له خوا تابيا شوې وه چې د کراچۍ له بېلا بېلو ځايونو تېره شوه او د سمندر پر غاړه پای ته ورسېده.

د دې دستورې په اړه د پښتون سټوډنټس فېډرېشن ځايناستي مشر حبيب الرحمان مشال رېډيو ته وويل چې د دوی مقصد يواځې دا دی چې په کراچۍ کې میشت پښتانه ځوانان خبر کړي چې پښتانه خپل ځانګړی کلتور لري او دوی يې بايد هېر نه کړي.

د وزيرستان سره تعلق لرونکي شاهد مسعود پر دې موقع وويل چې دلته تر ټولو زياتې قربانۍ پښتنو ورکړي او نن د دوی د راغونډېدو مقصد خلکو ته د پښتون کلتور بېلا بېلې برخې ښودل دي.

ده وويل، موږ خلکو ته ښودل غواړو چې د پښتون اصل کلتور څه دی.

دغه دستورې ته راغلي له کوټې سره تعلق لرونکي ځوان حبيب الرحمان مندوخېل وويل چې دوی نن د پښتنو په ځانګړې بڼه ځکه راوتلي دي چې په ښار کې میشتو ټولو خلکو ته يو پېغام ورکړي چې پښتون دلته په لوی شمېر اباد دی او دوی دې خپل کلتور او خپله پېژندګلو نه هېروي.

د مندوخېل په وېنا چې دوي دلته اتڼ وکړو، خپلې د پښتنو جامې يې اغوستي او هم د دې لارې خپل کلتور خلکو ته وړاندې کوي

د پښتنو ځوانانو دا دستوره د ښار د بيلا بيلو ځايونو نه راتېره شوه او د قافلې په شکل کې د کراچۍ د سمندر غاړې ته راورسېده او هلته يې د شپې تر ناوخته اتڼونه وکړل، په دغه دستوره کې د کوم سياسي ګوند بېرغونه هم نه ښکارېدل او ځوانانو په لاسونو کې سپين بېرغونه پورته کړي وو.

XS
SM
MD
LG