د لاسرسي ځای

تازه خبر

بیل کلنټن به د ډموکراټانو کنوېنشن ته وینا کوي


د ولسمشرۍ نومانده هېلري کلنټن به د راتلونکې زیارت (پنجشنبې) په ورځ د ډموکراټانو ملي کنوېنشن ته وینا کوي.

د متحده ایالاتو امریکا ولسمشرۍ ټاکنو د منډو ترنډو په ترڅ کې د ډموکراټانو ملي کنوېنشن په فیلاډېلفیا کې روان دی، چې نن د دویمې ورځې غونډېته به د امریکا پخوانی ولسمشر بیل کلنټن او د هغو تورپوستکیو میندې به ویناګانې کوي چې په دا وروستیو کې یې بچیان د سپنپوستیکو پولیسوالو له لوري وژل شوي دي. د تورپوستکیو وژنه د امریکا په خبرونو کې د سر ځای نیولی و.

په امریکا کې د ډیوې راډیو خبریال ارباب محمود علي وايي، د ډموکراټانو ملي کنوېنشن کې به ویناوال هڅه کوي چې د ولسمشرۍ کاندیدې هېلري کلنټنې لپاره خپل ملاتړ وښيي.

سېنډرز: مېرمن کلنټن به یوه تکړه ولسمشره وي

د امریکا ولسمشرۍ انتخاباتو لپاره د ډيموکراټ ګوند پخواني امېدوار (کاندید) سېنېټر برني سېنډرز د دوشنبې ورځ په جزباتي انداز د هیلري کلنټنې نوماندېدنې تایید وکړ.

د ډموکراټانو ملي کنونشن ته یې په وینا کې وویل، د امیداوارۍ لپاره د هغه پخوانۍ سیاله هیلري کلنټن باید د امریکا راتلونکې ولسمشره جوړه شي.

په داسي حال کې چې هیلري کلنټنه د نومبر په اتمه نېټه د ریپبلیکن ګوند کاندید ډونالډ ټرمپ سره د مقابلې لپاره تیاریانې کوي، د کنونشن لومړۍ ورځ د سېنډرز پلویانو لخوا په هیلري کلنټن پسې له نارو لګولوپیل شوه.

برني سېنډرز د دوشنبې ورځ په فیلاډېلفیا کې د ډیموکراټ ګوند شاوخوا ۵۰۰۰ زرو استازیو ته وویل، ویاړي چې نن شپه له هیلري کلنټنې سره ولاړ دی او مېرمن کلټن به یوه تکړه او ډېره ښه ولسمشره وي.

مشیل اوباما وايي، "زه له هېلري کلنټې سره ولاړه یم"

د متحده ایالاتو امریکا لومړۍ مېرمنې میشل اوباما په فیلاډېلفیا کې د ډموکراټانو ملي کنوېنشن ته په خپله وینا کې د هېلري کلنټنې په په جار ملاتړ اعلان کړ او ویې وویل چې،"زه له دې سره یم. " هغې د جمهوريپالانو ولسمشرۍ کاندید ډونالډ ټرمپ ته نېغ ګوتنیولو مهال وویل د هغه په پرتله د مېرمنې کلنټن کردار او طبعیت د پوځ سرلښکرۍ (لویې درستیزې) لپاره تر ټولو غوره دی، او زیاته یې کړه چې د سپینې ماڼۍ لپاره دا تر ټولو غوره پیاوړې څهره ده. هغې پر ډمومراټانو غږ وکړ چې د هېلري کلنټې ملاتړ وکړي.

XS
SM
MD
LG