د لاسرسي ځای

تازه خبر

د سيند اعلا وزير بدلېږي 


د پاکستان پخوانی ولسمشر او د پیپلز ګوند ګډ مشر اصف علي زرداري
د پاکستان پخوانی ولسمشر او د پیپلز ګوند ګډ مشر اصف علي زرداري

د پاکستان پيپلز ګوند د سيند صوبې اعلا وزير قایم علي شاه په ګډون د حکومتي کابینې بدلولو پرېکړه کړې ده. دا ګام په دوبۍ کې د ګوند اعلا چارواکیو په غونډه چې مشري يې ګوندي مشرانو بلاول بوټو زرداري او اصف علي زرداري کوله اخیستل شوی دی.

د پاکستان پيپلزپارټۍ وياند فرحت الله بابر د ګل په ورځ مشال راډیوته وویل چې د اعلا وزير بدلولو فېصله په دوبۍ کې د ګوند په غونډه کې شوې چې پکې د اصف علي زرداري او بلاول بوټو زرداري ترڅنګ د سيند صوبې موجوده اعلا وزير قایم علي شاه، د کورنيو چارو صوبايي وزير سهېل انور سيال او د ګوند نورو چارواکو ګډون وکړو.


د دې پوښتنې په ځواب کې چې د سيند نوی اعلا وزير به څوک وي او کوم نوم ته حتمي شکل ورکړی شوی يا نه، فرحت الله بابر وویل چې دا فېصله به د ګوند مشر بلاول بوټو زرداري کوي څوک چې به د نهې په ورځ ماښام کراچۍ ته راځي:

((بلاول بوټو زرداري به د سيند صوبايي اسمبلۍ غړیو او د ګوند صوبايي چارواکو سره تر مشورې وروستو دغه ګام ته وروستۍ بڼه ورکوي.))

په سيند صوبه کې د رېنجرز د مودې په اړه د يو سوال په ځواب کې د پيپلز ګوند وياند وویل چې په دغه غونډه کې په دې اړه کومه پرېکړه نه ده شوې ولې نوی وزير اعلا به د خپلې کابينې په مشوره په صوبه کې د رېنجرز د واک او مودې غځولو فېصله کوي

د ذکر ده چې د سيند صوبې موجوده وزير اعلا قایم علي شاه درې وارې په دې څوکۍ پاتې شوی او راپورونه وايي چې د څوکۍ نه د لرې کولو پرېکړه د هغه په خوښه شوې ده

د نوي اعلا وزير لپاره په پاکستاني مطبوعاتو کې ويل کېږي چې د خزانې موجوده صوبايي وزير مراد علي شاه نوم ټاکل شوی دی چې ورسره د نثار کهوړو او سراج دراني نومونه هم اخستل کېږي خو لا هم کوم نوم ته حتمي شکل نه دی ورکړی شوی

قایم علي شاه په کال ۱۹۸۸م، ۲۰۰۸م او ۲۰۱۳م د ټول ټاکنو وروستو د اعلا وزير په څوکۍ پاتې شوی.

تر دې وړاندې د رېنجرز د واک په اړه د نيم پوځي ځواک او صوبايي حکومت ترمېنځه لانجمن حالات رامخ ته شوي وو، د نيم پوځي ځواک مشر وئيلي وو چې دوي به خپلې کاروايۍ ټول سيند صوبې ته غځوي خو د صوبې اعلا وزير يې په غبرګون کې دا خبره رد کړې وه او ويلي يې وو چې رېنجرز يواځې په کراچۍ کې د وسله والو پرضد د کاروايي کولو اختيار لري.

ځيني راپورونه دا هم وايي چې د قایم علي شاه د بدلولو ترشا د رېنجرز په واک د هغه د ځينو اندېښنو څرګندونې دي چې له کبله یې د مرکز او صوبې سره سره د رېنجرز او صوبايي حکومت ترمېنځه حالات د خرابېدو لور ته روان شوي وو

XS
SM
MD
LG