د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ترکي ناکامه کودتا د پاکستان لپاره څه پېغام لري؟


په ترکي کې خلکو په کودتا کې د مشکوک لاس لرونکی پوځي عکسر نیولی دی
په ترکي کې خلکو په کودتا کې د مشکوک لاس لرونکی پوځي عکسر نیولی دی

د ترکي پر حالاتو نظر لرونکی د سیاسي چارو کارپوه عباس جوادي وايي ، د ولسمشر رجب طیب اردوغان په حکومت کې به کمزورۍ وي خو ولس د پوځ تر واکمنۍ جمهوریت ته لومړیتوب ورکړ.

پراګ: د پاکستان او ترکي ترمنځ د ښو اړیکو تر څنګ بل لوی قدرمشترک دا دی چې په دواړو هیوادونو کې پوځونو په بیا بیا جمهوري حکومتونه ړنګ کړي او واک یې په خپل لاس کې اخیستی دی.

په ترکي کې د ولسمشر رجب طیب اردوغان حکومت د پنجشنبې په ورځ په ملک کې د درو میاشتو لپاره بېړنی حالت اعلان کړ.

ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل ، د بېړني حالات هدف دا دی چې په کودتا کې د لاس لرونکو پر ضد په چټکۍ ګامونه واخیستل شي ، خو د هغه په وینا ، په دې درې میاشتني بېړني حالت کې به د ترکي د ولس د بنیادي حقونو په پوره توګه خیال ساتل کېږي.

ولسمشر رجب طیب اردوغان
ولسمشر رجب طیب اردوغان

دا له هغه وروسته ده چې په ترکي کې د جولايي پر نهمه نېټه د کودتا هڅه ناکامه شوه خو تر دوه نیم سوه زیات کسان پکې ووژل شو.

د دې هیواد پر حالاتو نظر لرونکی د سیاسي چارو کارپوه عباس جوادي وايي ، د ولسمشر رجب طیب اردوغان په حکومت کې به کمزورۍ وي خو ولس د پوځ تر واکمنۍ جمهوریت ته لومړیتوب ورکړ.

عباس جوادي وايي ، تر ټولو لوی لامل دا وو چې کوڅو ته راوتلی ولس د کودتا مخالف وی. په دې کې نه یوازې حکومت پلوه خلک وو بلکې ازادخیاله خلک هم پکې شامل وو.

د عباس جوادي په وینا ، دې خلکو وویل ، دا حکومت که زموږ خوښ دی او که مو نه دی خوښ خو دا په جمهوري توګه ټاکل شوی حکومت دی او رجب طیب اردوغان د هیواد ټاکل شوی ولسمشر دی. او د ټاکل شوي حکومت ځای یوازې بل ټاکل شوی حکومت نیولای شي.

د پاکستان د پارلمان او سېنټ پخوانی غړی او د سیاسي چارو کارپوه افراسیاب خټک هم دې ته ورته نظر لري.

نوموړی وايي ، لومړۍ خبره دا وه چې دا کودتا ټول پوځ نه وه کړې ، دویمه دا وه چې عام ولس یې مخالف وو او دریمه خبره دا وه چې هلته ټولو سیاسي ګوندونو نه غوښت چې پوځ دې ټاکل شوی حکومت لرې کړي او واک دې په خپل لاس کې واخلي.

د پاکستان او ترکي ترمنځ نه یوازې ښې اړیکې پاتې شوي دي بلکې په دې دواړو هیوادونو کې د پوځ له خوا په وار وار پر اقتدار د قبضې کول یو لوی قدر مشترک هم پاتې شوی دی.

د پاکستاني پوځ مشر جنرال راحیل شریف له وزیراعظم نواز شریف سره پر څنګ ولاړ دی
د پاکستاني پوځ مشر جنرال راحیل شریف له وزیراعظم نواز شریف سره پر څنګ ولاړ دی

​که څه هم په پاکستان کې د کودتاوو ځینې هڅې نه دي بریالۍ شوې خو د دې ملک په ۶۹ کلن تاریخ کې زیاته واکمني پوځي امرانو کړې ده.

په پاکستان کې د پوځ واکمنۍ دوره پر څلورو لویو کودتاوو مشتلمه ده چې لومړۍ په ۱۹۵۸م کې جنرال ایوب خان ، دویمه په ۱۹۶۹م کې جنرال یحی خان ، دریمه په ۱۹۷۷م کې جنرال ضیاالحق او څلورمه په ۱۹۹۹م کال کې جنرال پرویز مشرف کړې وه.

افراسیاب خټک په پاکستان کې د کودتاوو د بریالیتوب د لاملونو په اړه وویل ، یو خو دا ټولې کودتاوې پوځ په ګډه کړې وې. یانې په هغه کې مځکني ، هوايي او بحري ځواکونه ټول په یوه خوله وو. بل په ملک کې سیاسي حالت هم کړکېچن وو. جمهوري حکومت به هم کله ناکله یو امرانه شکل واخیست. او د خلکو به یو داسې خیال وو چې ښايي د کودتاوو له لارې به حالات پر ښه لوري ولاړ شي.

په پاکستان کې له تېرو دوو کلونو راهسې د بدامنۍ تر څنګ سیاسي حالات هم کړکېچ دي د کوم له کبله چې خلک په ملک کې د جمهوريت په اړه اندېښمن شوي دي.

وزاعظم نواز شریف له خپل هندي سیال نریندر مودي سره
وزاعظم نواز شریف له خپل هندي سیال نریندر مودي سره

​د پاکستاني پوځ پخوانی بریګېډیر او د سیاسي او امنیتي چارو کارپوه سعد محمد خان وايي ، په دې کې شک نشته چې په پاکستان کې د پوځ او د جمهوري حکومت ترمنځ اوس مهال ستونزې شتون لري.

ده وویل ، وزاعظم نواز شریف غواړي چې له هلند سره اړیکې ښې وي خو پوځ وايي چې اوس وخت دې ته نه دی مناسبت ځکه چې د دوی په وینا ، له هند سره لا هم یو شمېر مسلې حلطلب دي. هم داسې له افغانستان او امریکا سره د اړیکو څرنګوالي پر سر د پوځ او حکومت دریځ یو نه ښکاري.

خو د بریګېډیر سعد محمد خان په وینا ، اوس مهال حالات داسې نه دي چې پوځ دې پر اقتدار قبضه وکړي.

دی وايي ، یو خو پوځ زیاتره تګلارې په خپله پرمخ وړي نو هغوی ته پر اقتدار د قبضې ګټه نشته. دویم پر پاکستان غوندې ملک اقتدار ډېر ګران کار دی. دریم ، پوځي بغاوت او پوځي واک د ملک لپاره ډېرې ستونزې پیدا کوي. او څلورمه خبره دا ده چې په پاکستان کې حالات دومرې نه دي خراب چې خلک دې پر اقتدار د پوځي واک هرکلی وکړي.

په پاکستان کې زیاتره ګوندونو د تحریک انصاف د مشر عمران خان د دې خبرې غندنه کړې ده چې که چېري پوځ حکومت لرې کړ او اقتدار یې سمبال کړ نو ولس به یې هرکلی وکړي.

XS
SM
MD
LG