د لاسرسي ځای

تازه خبر

کشمیر ټولټاکنو کې مسلم لیګ ن تر ټولو مخکې شو


د کشمیر په مظفراباد کې د ټولټاکنو بهیر. ۲۱م جولای ۲۰۱۶
د کشمیر په مظفراباد کې د ټولټاکنو بهیر. ۲۱م جولای ۲۰۱۶

د پاکستان ترواک لاندې کشمیر په ټولټاکنو کې د پاکستان واکمن ګوند مسلم لیګ نون تر ټولو زیاتې چوکۍ ګټلې دي.

د کشمیر الېکشن کمیشن د غېر حتمي نتیجو له مخې مسلم لیګ نون یو دېرش، پاکستان پیپلز ګوند او مسلم کانفرنس درې درې، پاکستان تحریک انصاف دوه، جمو کشمیر ګوند یوه او ازاد ګوند هم په یوه چوکۍ کامیابه شوي دي.

د الیکشن کمیشن په وېنا چې بشپړې سرکاري نتیجې به نن د جمعې ماښام ته اعلان شي.

الیکشن کمیشن زیاته کړه چې د ټولټاکنو په اړه معمولي شکایتونه مخې راغلې دي خو نور حالات د معمول مطابق وو او ټولټاکنې پاکې او رڼې ترسره شوې دي.

د پاکستان تحریک انصاف مشر عمران خان په خپل یو ټویټر پېغام کې واکمن ګوند مسلم لیګ نون ته په کامیابې مبارکي ورکړې ده.

د راپورونو ترمخه په دا الېکشن کې تر دوه دېرش زرو زیات د قانون نافذونکیو ادارو اهکارانو برخه اخیستې وه او دا وړمبی ځل وو چې پوځ په دا ټولټاکنو کې غېر معمولي برخه واخیسته.

د پاکستان تر واک لاندې کشمیر کې د مسلم لیګ نون نایب صدر چودري طارق فاروق مشال راډیو ته وویل چې د الېکشن په ګټو خوشاله دی او اوس یې امتحان شروع شو چې د ولس خېر ښیګړې لپاره کار وکړي.

ده وویل، غواړي چې کشمیري ولس ته ایني، عدالتي او معاشي حقونو په ترلاسه کولو کې خپل کردار ادا کړي.

،،د پیپلز ګوند په تېر حکومت کې حکمراني ښه نه ده پاته شوې، ادارې تباه شوې وې نو زموږ مخې ته یو ډېر لوی کار پروت دی چې د کشمیر خلک د پرمختګ لوري ته بوځو. د کشمیر ولس حقوقو حفاظت زموږ کار دی. بل د کشمیر په سیمه کې بې روزګاري ډېره ده نو د قابلیت په بنیاد به موږ د دې د ختمولو کوشش کوو. یو ښه انتظامیه هم زموږ په اېجنډا کې ده او د کشمیر وسایل په ښه توګه استعمالول هم زموږ په پلان کې دي ځکه موږ غواړو چې که په وسایلو کې اضافه وشي نو موږ به ازاد کمشیر د یو ښه ریاست په توګه خلکو ته وړاندې کړو. موږ هیله مند یو چې ولس ته به ښه حکومت ورکوو، خلک دې امید ساتي او هم د دې امید له وجې هغوی موږ ته ووټ راکړی دی،،

یاده دې وي چې تر دې مخکې د پاکستان تر واک لاندې کشمیر کې د پاکستان پیپلز ګوند حکومت وو او په کشمیر کې یو ګوند هله حکومت جووړلی شي چې په اسلام اباد کې یې د ګوند حکومت وي.

واضحه دې وي چې د پاکستان تر واک لاندې کشمیر کې د انتخابي قانون لاندې اسناد جمع کولو په وخت یو امیداوارلپاره حلفنامه لاسلیکول ضروري وي چې په هغه کې هغه دا اقرار کوي چې د پاکستان نظریه، د پاکستان سالمیت او په خودمختارې باور لري.

XS
SM
MD
LG