د لاسرسي ځای

تازه خبر

د قبايلي سيمو او افغانستان ځوانانو لپاره ته روزنیز پروګرام


په پاکستان کې د بشري حقونو يو تنظيم د پاکستان او افغانستان اوويا (۷۰) تعليميافته هلکانو او جينکو ته به د دواړو ملکونو د سياست پحقله تربيت ورکوي چې د خپلو ملکونو له سياسي طور طريقو په ښه ډول خبر شي.

د پاکستان لپاره بشري حقونو نړیوال سازمان صدر حبيب ملک اورکزي مشال ريډيو ته وويل چې د دې پروګرام لپاره يې د پاکستان د قبايلي سيمو څخه پنځوس (۵۰) او د افغانستان څخه يې شل (۲۰) تعليميافته هلکان او جينکۍ منتخب کړي دي چې ورته به له راتلونکې مياشتې په اسلام آباد کې د جرمني سفارتخانۍ په مرسته روزنه ورکوي.

د نوموړي په وينا چې د ملک نورو سيمو ولس په نسبت د قبايلي سيمو په ولس کې د سياسي شعور کمی دی او د يادو سيمو خلک تر اوسه په هغه روايتي طريقو سره خپل غړي منتخبوي نو د دې پروګرام له لارې خلکو ته دا پيغام رسول دي چې په څه ډول دې خپل غړي منتخب کړي.

حبيب ملک اورکزۍ زياتوي چې د افغانستان نه د ځوانانو د منتخب کولو مقصد دا دې چې د دواړو ملکونو د ولسونو ترمينځه د اوسه نه ښې اړيکي جوړي شي او په راتلونکې کې چې کله دا کسان د دواړه ملکونو په پارلمانونو کې موجود وي نو خپل مېنځي اړيکې به يې نورې هم ښې شي.

په دې پروګرام کې له دواړو غاړو برخه اخستونکي ځوانان وايي چې دا قسمه تربېتي پروګرام د دوي لپاره ځکه ګټور دي چې د خپلو ملکونو د سياسي صورتحال نه خبر شي.

د جنوبي وزيرستان سره تعلق لرونکې رضا دوتاني وايي چې څوک هم سياست سره مينه لري نو د دا قسمه پروګرامونو د لارې پکې سياسي شعور نور هم زياتېږي او په راتلونکي کې نه صرف ښه نمايندګان منتخب کولې شي بلکه پخپله هم په ټاکنو کې برخه اخستې شي.

د افغانستان د پکتيا ولايت اوسيدونکې ډاکټر ابراهيم خان ځاځۍ وايي چې د داسې تربېتي پروګرامونو د لارې نه صرف د دواړو ملکونو د ځوانانو ترمينځه به رابطې زياتيدې شي بلکه د يو بل ملک په سياست به هم پوهه شي.

د يادونې ده چې دا تربيتي پروګرام چې په څلورو مياشتو مشتمل دې پکې به ګډونوالو ته نه صرف د سياست پحقله ليکچرې ورکوي بلکه د پاکستان د قامي اسمبلۍ نه علاوه د خيبرپښتونخوا اسمبلۍ دورې به پرې هم کوي.

XS
SM
MD
LG