د لاسرسي ځای

تازه خبر

ډونالډ ټرمپ د امریکا ولسمشرۍ ټاکنو ته نومول شو


د امریکا جمهوريپالانو (ریپبلیکن) په رسمي توګه شتمن اربپتي ډونالډ ټرمپ په دغه هېواد کې د ولسمشرۍ په راتلونکو انتخاباتو کې د خپل کاندید په توګه ونوماوه.

تمه کېږي چې ډونالډ ټرمپ به د چارشنبې په ورځ په خپله وینا کې په رسمي توګه خپله کاندیدي ومني.

امریکا ته د مسلمانانو پر ورتګ د بندیز او د مکسیکویانو کډوالو د مخنیوي لپاره د دیوال جوړونې غوښتنې او همدارنګه د ښځو په اړه د ټرمپ تبصرې ان خپله د یو شمېر لوړوپوړو جمهوريپالو لخوا هم سپکونکې او بېلتون اچونکې بلل شوي دي.

بلخوا د جرمني بهرنيو چارو وزير د چارشنبې په ورځ وويل، ډونالډ ټرمپ د خپلې "وېرې او انزوا په تګلارو" سره د امريکا او نړۍ امن ته ګواښ پېښ کړى دى.

ټرمپ د امريکا ولسمشرۍ انتخاباتو لپاره چې د نومبر پر اتمه کېږي د ریپلیکن ګوند کانديد دى.

د جرمني بهرنيو چارو وزير فرانک والټر شټاينماير
د جرمني بهرنيو چارو وزير فرانک والټر شټاينماير

د جرمني بهرنيو چارو وزير فرانک والټر شټاينماير رويټرز اژانس ته په يوه ليکلې مرکه کې وويل، د ټرمپ پر هغو مبهمو ژمنو چې ګواکې امريکا به بيا غښتلې کوي اندېښنه لري، دا په داسې حال کې ده چې هممهاله له امريکا بهر خپل شراکت کموي.

شټاينماير وويل، دا ضد و نقيض مسئله ده چې زه يې اندېښمن کړى يم.

د جرمني بهرنيو چارو وزير وايي، دى د امريکا بهرنيو چارو او دفاع وزيرانو سره د لیدو لپاره واشنګټن ته روان دى چې د اسلامي دولت ډلې يا داعش د ماتولو لپاره د امريکا په مشرۍ د هڅو ارزونه هم وکړي.

شټاينماير ويلي، د بېرې او انزوا سياستونه به لږ امن راپه برخه کړي زيات نه، نه يوازې د امريکا بلکې د اروپا او نورې نړۍ لپاره به هم خطرناک عواقب ولري.

د جرمني د بهرنيو چارو وزير په هغو جدي انتقادکوونکو کې دى، چې په اپرېل مياشت کې يې د ټرمپ د بهرني سياست پر لومړۍ وينا انتقاد وکړ.

په هغه وينا کې د امريکا د ولسمشرۍ انتخاباتو لپاره کانديد، ډونالډ ټرمپ يو وار بيا هغه نظريه وړاندې کړه، چې شعار يې دى: "تر هرڅه مخکې امريکا"

ټرمپ له ايران سره پر اټمي موضوع د تېر کال موافقه هم وغندله او په اروپا کې يې د ميزاييلو په دفاعي سيسټم کې د زياتې ښکېلتيا غوښتنه وکړه.

ډونالډ ټرمپ په عين حال کې د اوباما پر ادارې انتقاد وکړ

ډونالډ ټرمپ په عين حال کې د اوباما پر ادارې انتقاد وکړ چې د ده په وينا له اسرائيل څخه يې خپل ملاتړ کم کړى دى.

د انتخاباتي کمپاينونو په وخت کې د ټرمپ ويناوو چې په هغه کې يې د "لومړۍ امريکا" شعار هم ورکړى و، په متحدو هېوادونو کې انتقادونه وپارول، دا هغه اصطلاح ده چې په ١٩٣٠مو کلونو کې د بېلتونپالو له خوا کارول کېدله او هدف يې له دويمې نړيوالې جګړې څخه د امريکا ليرې ساتل وو.

ټرمپ د کمپاين پر مهال په خپلو ويناوو کې امريکا ته د مسلمانانو پر ورتګ د بنديز غوښتنه هم کړې وه.

XS
SM
MD
LG