د هدفي وژنو دې عدالتي پلټنه وشي. عوامي نېشنل ګوند
د عوامي نېشنل ګوند مشر سیکرېټري میا افتخار حسېن غوښتنه کړې ده چې په هدفي بریدونو کې د وژل شویو کسانو په اړه دې د پلټنو لپاره یو عدالتي کمیشن جوړ کړل شي. د مشال ریډیو له همکار شاهین بونېري سره په خبرو کې نوموړي وویل، تر اوسه د عوامي نېشنل ګوند تر یو زرو زیات مشران/غړي په هدفي بریدونو کې وژل شوي دي.