د لاسرسي ځای

تازه خبر

په درو پړاوونو کې د قبایلو په خیبر پښتونخوا د ورګډولو وړاندیز


اسلام اباد - د قبایلي سیمو اییني حیثیت بدلولو په اړه د هغو سیمو اصلاحاتي کمېټۍ خپلې سپارښتنې تیارې کړې دي چې پکې ویل شوي، هغه سیمې به په مرحلو کې په خیبر پښتونخوا ورګډول کېږي.

دې کمېټۍ ویلي چې دا سپارښتنې به لومړی وزیراعظم منظوروي او بیا به یې د ګډو ګټو شورا او وروسته پارلېمان ته وړاندې کول کېږي.

د قبایلي سیمو اصلاحاتو حکومتي کمېټۍ په خپلو سپارښتنو کې ویلي چې قبایل به په درو مرحلو کې په خیبر پښتونخوا ورګډول کېږي. په لومړي پړاو کې به په اېف سي ار کې له بدلون سره د قبایلي سیمو انتظامي قانون (۲۰۱۶ز کال) نافذول کېږي. په دویم هغه کې به د پېښور های کورټ کاري دایره تر قبایلي سیمو غځول کېږي او وروسته به بیا په قبایلي سیمو کې د مشرانو یوه شورا جوړول کېږي چې شخړې به هواروي او د منځګړي رول به لوبوي.

پر دې سربېره کمېټۍ نور وړاندیزونه هم کړي دي لکه په قبایلي سیمو کې شرعي قانون عملي کول او د خاصه دارو او لېوي ځواکونو پر ځای د پولیسو قانون هغو سیمو ته غځول.

د پاکستان په پارلېمان کې د خیبر استازی حاجي شاه جي ګل اپریدی وايي، کمېټۍ همدا سپارښتنې کړې دي او دا چې د پاکستان وزیراعظم نواز شریف به سږکال د اګست پر ۱۴مه د قبایلي سیمو اصلاحاتي تګلاره یا پالیسي اعلانوي.

د قبایلي سیمو وکیلانو ټولنې مشر اعجاز مومند وايي، دا سپارښتنې دې عملي شي ځکه چې اوس هم داسې خلک شته چې په قبایلو کې اصلاحات نه غواړي.

د قبایلي سیمو اصلاحاتي کمېټۍ په وروستیو کې د ټولو اېجنسیو تر سفرونو وروسته خپلې سپارښتنې او وړاندیزونه تیار کړي دي.

XS
SM
MD
LG