د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ترکيې ولس غبرګون د نړۍ جمهوریت خوښو ته قوت وربښي


د ولسمشر طیب ارغان پلویان کوڅو ته وروتلي ول
د ولسمشر طیب ارغان پلویان کوڅو ته وروتلي ول

اسلام اباد - د پاکستان یو شمېر سیاسي ګوندونو د ترکیې پوځي کودتا ناکامۍ په اړه ویلي چې له دې کار سره نړۍ ته پیغام ورکړل شوی چې په اسلامي هېوادونو کې د ولس فکر بدل شوی او دوی جمهوریت غواړي.

دې مشرانو د ترکیې کودتا له پاکستان سره پرتله کړې او وايي، د ترکیې ولس پر دې پوه دی چې څنګه هېواد وساتي.

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند یوه مشر او سېنېټر عثمان کاکړ د یکشنبې پر ورځ مشال راډیو ته وویل، په پاکستان کې څلور وارې پوځ حکومتونه ړنګ کړي او مارشل لا یا پوځي قانون یې پلي کړی دی.

اوس هم [په پاکستان کې] د ځېنو خلکو خواهش دی.
عثمان کاکړ

((په دې کې بنیادي خبره دا ده چې د پنجاب خلکو هر ځل د مارشل لا حکومتونو کومک کړی دی. ترکیه خو نو اوس د اروپا برخه ده، د هغوی تعلیم، د هغوی شعور زموږ په نسبت ډېر پر مخ تللی دی. اوس هم [په پاکستان کې] د ځېنو خلکو خواهش دی. د ولس شعور هم پر یو ځای ولاړ دی او سیاسي ګوندونه هم ورسره مرسته نه کوي.))

کاکړ وویل، پخوا په پاکستان کې اپوزیشن ګوندونو له پوځ سره مرسته کوله او د حکومت ړنګولو هڅه به یې کوله، خو اوس په هغه هېواد کې ګوندونه پوځي رژیمونه نه غواړي.

د غیر اییني اقداماتو پر ضد همداسې رد عمل په کار دی
افتاب احمد خان شېرپاو

د عوامي نیشنل ګوند یوه مشر او پخواني سېنېټر افراسیاب خټک وویل، په ترکیې کې پخوا هم کودتاګانې شوې دي خو اوس ۲۱مه پېړۍ ده.

((نن چې په دنیا کې د جمهوریت په حق کې حالات دي، دا په ۲۰مه صدۍ کې نه ول. دا سوشل میډیا چې ورته وايي، د [ترکیې ولسمشر] له همدې لارې ولس ته وینا وکړه.))

د ترکیې ولس غبرګون د نړۍ جمهوریت خوښو ته قوت ورکوي
افراسیاب خټک

خټک زیاته کړه چې د ترکیې ولس د ډېموکراسۍ لپاره یو ډېر ښه مثال وړاندې کړ چې د ټولې نړۍ جمهوریت خوښو ته قوت ورکوي.

د قامي وطن ګوند مشر افتاب احمد خان شېرپاو وايي، د ترکیې اقتصادي حالت ښه دی او پکې ثبات هم وو نو ولس ځکه هم هېڅ بې ثباتي نشي زغملای.

((موږ د عوامو رد عمل ته خراج تحسین پېش کوو. د غیر اییني اقداماتو پر وړاندې همداسې رد عمل په کار دی.))

د جماعت اسلامي مشر سراج الحق وايي، ((د ترکیې قام یو ځل بیا ثابته کړه چې متحد هم دي، جمهوریت [خوښي] هم دي او خپل وطن محفوظ ساتلای شي. پیغام دا دی چې کله عوام منظم وي نو ټینکونه، جهازونه، توپونه او ګولۍ هم د هغوی کور نشي ورانولای.))

چې کله عوام منظم وي نو ټینکونه، جهازونه، توپونه او ګولۍ هم د هغوی کور نشي ورانولای.
سراج الحق

سراج الحق زیاتوي، اوس به د ترکیې حکومت له لا اعتماد سره پر مخ ځي.

د پاکستان پیپلز ګوند یو مشر اخونزاده چټان وايي، د ترکیې ولس قربانۍ ته ډېر درناوی لري.

دی وايي، د ترکیې ولس غبرګون هغو خلکو ته پیغام دی چې حکومتونه ړنګول غواړي.

((اوس دنیا بدله شوې. د مارشل لا او جمهوریت قیمت له پاکستاني عوامو څخه زیات چا ته نه دی معلوم. دلته چې څومره مضبوطه مارشل لا راغلې هغومره زیات نقصان یې کړی.))

د پاکستان وزیراعظم نواز شریف هم په ترکیه کې د پوځي کودتا هڅو غندنه کړې. د جمعې پر ماښام د ترکیې پوځ یوې ډلې د پلازمېنې انقرې او استنبول مهمې ودانۍ ونیولې او د حکومت ړنګولو اعلان یې وکړ خو د ولسمشر رجب طیب اردغان پلویانو د هغوی هڅې له ناکامۍ سره مخامخ کړې.

XS
SM
MD
LG